د کاردان پوهنتون د مالي مرستو او تحصیلي بورسیو په اړه د پوهاوي کمپاین ترسره کول

کاردان پوهنتون خوښ دی، چې د ۱۴۰۰ کال د مالي مرستو او تحصیلي بورسیو په اړه د پوهاوي کمپاین ترسره کوي. د دې کمپاین د ترسراوي موخه دا ده، چې د کاردان پوهنتون د بورسیو ډولونه، مالي مرستې او د دې پوهنتون د بورسیو او مالي مرستو دفتر چارې ټولو ته څرګندې شي.

د وړتیا پر بنسټ تحصیلي بورسیې، سپورټي مالي مرستې او تحصیلي بورسیې، د درسي نصاب شامل او بهر فعالیتونو بورسیې، د کاردان پوهنتون د برابرۍ بورسیې او د کاردان پوهنتون د رییس ځانګړې مالي مرستې د دې بورسیو او مالي مرستو برخه دي.

کاردان پوهنتون د ۱۴۰۰ پسرلني سمسټر د لیسانس او ماسټري برخو د بورسیو او مالي مرستو لپاره ۲۶ میلیونه افغانۍ په پام کې نیولې دي.

په دې کمپاین کې د کاردان پوهنتون د اړیکو دفتر یوه جامع پلان او بېلابېل فعالیتونه له هغې ډلې د بورسیو او مالي مرستو دفتر د ویب سایټ برخې پراختیا، د محصلینو تصویري ټولګې، د محصلینو پیغامونه، د مالي مرستو او بورسیو لارښود چمتو کول، ترسره کوي.

کاردان پوهنتون هر کال د لیسانس او ماسټري برخو د نویو شاملو شویو محصلینو د بورسیو او مالي مرستو لپاره یو ځانګړی مبلغ په پام کې نیسي، څو وکولای شي له دې لارې د ټولنې ټولو طبقو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره شي او د بې وزلۍ په له مینځه وړلو کې خپله ونډه ادا کړي.

د کاردان پوهنتون د تحصیلي بورسیو او مالي مرستو په اړه د نورو مالوماتو لپاره:
https://kardan.edu.af/ps/Success-center/scholarships.aspx