په نړیوالو ژورنالونو کې د کاردان پوهنتون د استاد محمد حلیم د مقالو خپرېدل

د کاردان پوهنتون د پراختیا مرکز خوښ دی، چې په ۲۰۱۲ کال کې په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې د دې پوهنتون د انجنیري او ټکنالوژي پوهنځي د استاد محمد حلیم د مقالو له خپرېدو خبر ورکوي. ښاغلی حلیم د کاردان پوهنتون په کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ کې تدریس کوي او د معاصرې ټکنالوژۍ د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو د شواهدو پر بنسټ څېړنې کوي.

د نوموړي لومړۍ مقاله « Modeling Dynamic Spatio-Temporal Correlations for Urban Traffic Flows Prediction» تر نامه لاندې د IEEE Access په نهم جلد کې د ۱۳۹۹ کال په ۲۹مه خپره شوه چې په آنلاین ډول هم د لاسرسي وړ دی.
https://ieeexplore.ieee.org/document/9345698

د ښاغلي حلیم دویمه مقاله د « Multilabel CNN-Based Hybrid Learning Metric for Pedestrian Reidentification» تر عنوان لاندې د (Hindawi Mobile Information Systems) د ۲۰۲۱ کال په جلد کې د ۱۴۰۰ کال د وري په ۱۶مه، خپره شوه او په آنلاین ډول هم د لاسرسي وړ ده.

هنداوې په انګلستان کې مېشت د نړیوالو آزادو ژورنالونو د خپرېدو تر ټولو لوی خپرونکی دی، چې د څه باندې ۲۰۰ علمي، فني او روغتیايي ژورنالونو ټولګه ده.

د یادو مقالو لیکوال ښاغلي حلیم په دې اړه وویل: «زه د ریاضي موډلو د جوړولو او پیاده کولو او په دې برخه کې د حل لارو وړاندې کول په سیسټماتیک ډول ترسره او په حرفوي ډول یې خلاصه کوم. له کاردان پوهنتون څخه هم مننه کوم، چې د څېړنو د ترسره کېدو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی دی.»

کاردان پوهنتون په راتلونکي کې نوموړي ته د لا نورو بریالیتوبونو هیله کوي. د کاردان پوهنتون د نړیوالو څېړنو د انتشاراتو او د هغو د اغېزو په اړه لاندې لینک ته مراجعه وکړئ: https://bit.ly/2SpbbY1