په سوداګرۍ کې د مشارکتي کلتور د اهمیت په تړاو آنلاین سیمینار جوړ شو

د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو په ځانګړي ډول څلورم هدف: باکیفیته زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې کاردان پوهنتون د ژمنتیا پر بنسټ د دې پوهنتون د تجارت ادارې ډیپارټمنټ د خپلو محصلینو لپاره د ۱۴۰۰ کال د غويي میاشتې په لومړۍ نېټه، په سوداګرۍ کې د مشارکتي کلتور د اهمیت په تړاو آنلاین سیمینار جوړ کړ.

د دې سیمینار د جوړېدو آره موخه، په یوه اداره کې د کارکوونکو د ټولنیزو مسوولیتونو او د هغوی د حرفوي ودې او دغه راز په سوداګرۍ کې د مشارکتي کلتور د اهمیت په تړاو محصلینو ته د مالوماتو وړاندې کول و. دا سیمینار د مصر له قاهرې څخه د دکتورا د نوماند یحیی خالقي له لوري وړاندې شو.

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې ډیپارټمنټ آمر فواد عاصم په دې اړه وویل: «موږ تل هڅه کوو، چې د بهرنیو څېړنکو په مرسته د محصلینو لپاره آنلاین سیمینارونه جوړ کړو، څو وکولای شي له دې لارې د سوداګرۍ برخه کې خپله پوهه لوړه او له هغوی سره مرسته وکړي، چې د نړیوالې سوداګرۍ تر ټولو غوره میتودونه زده کړي.»

هغو محصلینو چې په دې سیمینار کې برخه اخیستې وه، له ښاغلي خالقي څخه د سیمینار د وړاندې کولو له امله مننه وکړه او په سوداګرۍ کې د مشارکتي کلتور د اهمیت په تړاو خپلې پوښتنې مطرح کړې.

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې د لیسانس څانګې فارغانو وکولای شول چې د ماسټرۍ او دکتورا سندونه ترلاسه، شخصي سوداګرۍ پیل او ملي او نړیوال لوی سازمانونه رهبري کړي.

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې ډیپارټمنټ په اړه: https://kardan.edu.af/ps/Academics/bba.aspx