د اقتصاد ډیپارټمنټ محصلینو د کریپټو کرنسۍ او راتلونکو وړاندوینو په روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو په ځانګړي ډول څلورم هدف: باکیفیته زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې د خپلې ژمنتیا پر بنسټ د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۳۱ مه، د کریپټو کرنسۍ او راتلونکو وړاندوینو په اړه د دې ډیپارټمنټ محصلینو ته روزنیز سیمینار جوړ کړ.

دا سیمینار په اتریش کې د خان آکاډمۍ د بنسټ ایښودونکي ستوري خان له لوري وړاندې شو او د کریپټو کرنسۍ له هغې ډلې د (blockchain) ټکنالوژۍ، د کریپټو کرنسۍ اوسني ارزښت او پر هغې د نړۍ اوسني بازار د اعتماد په تړاو محصلینو ته مالومات وړاندې کړل. نوموړي دغه راز محصلینو ته لارښوونه وکړه چې د کریپټو کرنسۍ د اخیستلو لارې چارې زده کړي.

د اقتصاد ډیپارټمنټ آمر قیس محمدي په دې اړه وویل: «ننی پروګرام زموږ د محصلینو لپاره یو ښه فرصت و، چې د کریپټو کرنسۍ او د هغو اړوند راتلونکو وړاندوینو په تړاو بشپړ مالومات ترلاسه کړي.» نوموړي زیاته کړه، چې په دې پروګرام ګې ۳۰ تنو محصلینو برخه اخیستې وه، چې له مهمو مسایلو سره د هغوی لېوالتیا ښيي.

د اقتصاد ډیپارټمنټ یو تن محصل او د دې پروګرام ګډونوال صمیم د دې پروګرام د جوړېدو له امله له کاردان پوهنتون څخه مننه وکړه زیاته یې کړه، چې دې پروګرام ورسره مرسته وکړه چې د اقتصاد څانګې په اړه د خپلې پوهې لوړه کړي.

د دې پروګرام په لړ کې، محصلینو هم د کریپټو کرنسۍ په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د سیمینار له وړاندې کوونکي سره یې په دې اړه خپلې پوښتنې هم مطرح کړې.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ د خپلو محصلینو لپاره جامع درسي نصاب وړاندې کوي، څو هغوی وکولای شي د اساسي، تخصصي او عمومي مضمونونو له لارې خپل د علم او پوهې مهارتونه لوړ کړي. په ورته مهال، محصلین فرصت لري، چې له نصاب بهر بېلابېلو پروګرامونو او سیالیو کې برخه واخلي.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ په اړه: https://kardan.edu.af/ps/Academics/bsc.aspx