اقتصاد ډیپارټمنټ د روژې مبارکې میاشتې د احکامو په تړاو سیالي جوړه کړه

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ د روژې مبارکې میاشتې د کلنیو سیالیو په لړ کې د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۲۶مه، د دې پوهنتون د بېلابېلو ډیپارټمنټونو د محصلینو ترمنځ د روژې د احکامو په تړاو سیالي جوړه کړه.

په دې سیالۍ کې د محمد بن صالح المنجد له کتاب «۷۰ پوښتنې او ځوابونه» څخه پوښتنې وشوې او د ۱۲۰ تنو محصلینو له ډلې چې دې سیالۍ ته یې نوم لیکنه کړې وه، ۲۰ تنو وروستي پړاو ته لار وموندله. له یوې سختې سیالۍ وروسته د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې ډیپارټمنټ لومړی مقام ترلاسه او د دې پوهنتون له لوري یې ۱۲ زره افغانۍ جایزه هم ترلاسه کړه. په همدې ترتیب د سېول انجنیري او سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ په ترتیب سره دویم او درېیم ځای خپل کړ.

د اقتصاد ډیپارټمنټ آمر قیس محمدي د دې سیالۍ په اړه وویل: «د دا ډول سیالیو جوړول له محصلینو سره مرسته کوي، چې خپل اسلامي مطالعات ډېر کړي او په یوه علمي چاپېریال کې له یو بل سره سیالي وکړي.»

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ د خپلو محصلینو لپاره جامع درسي نصاب وړاندې کوي، څو هغوی وکولای شي د اساسي، تخصصي او عمومي مضمونونو له لارې خپل د علم او پوهې مهارتونه لوړ کړي. په ورته مهال، محصلین فرصت لري، چې له نصاب بهر بېلابېلو پروګرامونو او سیالیو کې برخه واخلي.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ په اړه: https://kardan.edu.af/ps/Academics/bsc.aspx