د افغانستان په ځان بسیاینه کې د ځوانانو د ونډې په تړاو ناسته جوړه شوه

د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو او تجارت ادارې د ماسټرۍ څانګو د ۱۴۰۰ کال د غويي میاشتې په ۱۱مه، د افغانستان په ځان بسیاینه کې د ځوانانو د ونډې په تړاو د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې ناسته جوړه کړه او په دې اړه یې هر اړخیز بحث او خبرې اترې وکړې. دا بحث د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو په ځانګړي ډول څلورم هدف(باکیفیته زده کړې) ته د لاسرسي په برخه کې د کاردان پوهنتون د ژمنتیا پر بنسټ جوړ شو.

د دې بحث له جوړېدو څخه د کاردان پوهنتون د ماسټري څانګې د محصلینو موخه د افغانستان په اقتصادي او سیاسي ځان بسیاینه کې د ځوانانو ونډه او ځای ځایګی و. په دې ناسته کې د نړیوالو اړیکو او تجارت ادارې د ماسټرۍ څانګې ټولو محصلینو برخه اخیستې وه، څو د هغه څه په اړه چې په ټولګیو کې په نظري ډول زده کوي، عملي بحث او خبرې اترې وکړي.

په دې ناسته کې د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د ماسټرۍ څانګې دوو تنو محصلینو هر یوې مریم ستانکزۍ او ښکلا ځدراڼ او د تجارت ادارې د ماسټرۍ څانګې دوو تنو محصلینو عبدالله فهیم او فرهاد ساپي برخه اخیستې وه او په سیاسي او اقتصادي برخو کې د افغانستان په ځان بسیاینه کې د ځوانانو د ونډې او دا چې ځوانان څنګه کولای شي د هېواد د سیاست او اقتصاد پر وړاندې شته ننګونې له مینځه یوسي او د ملي ګټو په ساتلو او پیاوړتیا کې برخه واخلي، هر اړخیز بحث او خبرې اترې وکړې. د کاردان پوهنتون د ماسټرۍ څانګې استادانو رفیع الله شېرزاد او محمود اجمیري هم په دې بحث کې له محصلینو سره مرسته او همکاري وکړه.

ښاغلي اجمیري د افغانستان د اقتصادي وضعیت په تړاو خبرې وکړې او د متخصصو او په کار پوه ځوانانو ونډه یې په دې برخه خورا ارزښتناکه وګڼله.

په ورته مهال د کاردان پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي رییس ډاکتر احمد خالد حاتم دې بحث ته د خپلو خبرو پرمهال وویل: «خوښ یو چې په بریالي ډول مو دا بحث جوړ کړ. د افغانستان د ځان بسیاینې او خپلواکۍ او دغه راز د ملي ګټو د ساتلو لپاره باید افغان ځوانان له نوښتګرو طرحو او کره پالیسیو سره عملي ډګر ته دننه شي او د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ودې لپاره باید د کار وړ او عملي پروګرامونه له ځان سره ولري.»

دا پروګرام په لومړي ځل د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو او تجارت ادارې د ماسټرۍ څانګو له لوري د یادو برخو د محصلینو، استادانو او کارکوونکو په ګډون جوړ شو او ټینګار وشو، چې د ماسټرۍ برخې د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه به دا لړۍ روانه وساتي.

د کاردان پوهنتون د ماسټرۍ څانګې تل هڅه کوي، چې د خپلو محصلینو د عملي نظریو د پلي کېدو لپاره عملي اسانتیاوې برابرې او له دې لارې د هغوی علمي او مسلکي ودې ته زمینه برابره کړي.

د کاردان پوهنتون د ماسټرۍ څانګو په اړه د نورو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/ps/Academics/graduate.aspx