مرضیه‌یګانه د میاشتې غوره کتاب‌لوستونکې شوه

د کاردان پوهنتون د حقوقو ډیپارټمنټ محصله مرضیه‌یګانه د کاردان کتابتون له لوري د میاشتې د غوره کتاب‌لوستونکې لقب په ګټلو سره د دې کتابتون ځانګړی کارټ ترلاسه کړ. نوموړې د ۲۰۲۱ کال په اپرېل میاشت کې پنځه کتابونه (د الکترونیکي سوداګرۍ قانون، د نړیوالې سوداګرۍ قانون، د نړیوالو جرمونو قانون او د افغانستان اسلامي جمهوريت د اساسي حقوقو او نړیوالو جرمونو ممنوعي قانون) لوستلي دي.

د کاردان کتابتون د ځانګړي کارټ ترلاسه کولو سره به نوموړې د کتابتون ټولو سرچینو ته لاس‌رسی ولري، له کوم لګښت پرته به پرنټ او کاپي کوي، د ۳۰ ورځو له پاره به پنځه کتابونه پور اخلي او د کاري ساعتونو پر مهال به هر وخت د مباحثې له خونې په نامحدود ډول ګټه اخلي. د دې ترڅنګ به هغه د دې فرصت ولري، چې د کتابتون په ملي او نړیوالو پروګرامونو کې برخه واخلي.

آغلې یګانه په دې اړه وویل: « د کاردان پوهنتون له کتابتون څخه مننه کوم چې د محصلینو د کتاب لوستلو، د علمي ظرفیت لوړولو او په بېلابېلو پروګرامونو کې د ګډون زمینې لپاره یې دا عالي فرصت رامنځ ته کړی دی. هغې زیاته کړه، چې اوس کولای شم په اتو ساعتونو کې ۳۰۰ پاڼې کتاب ولولم او دا مې ورځنی عادت شوی چې کتاب ولولم.

د میاشتې غوره لوستونکی د کاردان پوهنتون د کتابتون یو ځانګړی پروګرام دی، چې له مخې یې هغه محصلین پېژندل کېږي، چې د کتابتون په فعالیتونو کې په فعالانه ډول برخه اخلي او د یوې میاشتې په ترڅ کې تر پنځو کتابونه لولي. د میاشتې غوره لوستونکی هره میاشت د رسمي نومونې او غوراوي پروسې له لارې ټاکل کېږي.

د کاردان پوهنتون کتابتون محصلین هڅوي، چې د دې کتابتون له بېلابېلو چاپي، آنلاین، الکترونیکي او خطي نسخو څخه ګټه واخلي. دې کتابتون د محصلینو د ګروپي کارونو او کتاب لوستلو لپاره آرام او خوندي چاپېریال برابر کړی او د دې ترڅنګ له کمپیوټر څخه د ګټې اخیستلو او څېړنو آسانتیاوې هم لري.

د کاردان کتابتون د فعالیتونو او آسانتیاوو په اړه د لا ډېرو مالوماتو لپاره لاندې لینک کېکاږئ: https://kardan.edu.af/Success-Center/kardan_library.aspx.