له کورنیو چارو وزارت څخه د حقوقو پوهنځي د محصلینو لیدنه

د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصلینو د ۱۴۰۰ کال د غويي میاشتې په ۱۱مه، د یوه علمي سیر په ترڅ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د کریمنال تخنیک له لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې آره موخه، د هېواد د کورنیو چارو وزارت د کریمنال تخنیک لابراتوارونو له کاري څرنګوالي او د دې ریاست له بېلابېلو څانګو سره د محصلینو آشنايي وه.

په دې لیدنه کې د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي د بېلابېلو سمسټرونو محصلینو برخه اخیستې وه او د کریمنال تخنیک ریاست ګڼې دفترونه یې له نژدې ولیدل. د لیدنې په ترڅ کې د یاد ریاست مسوولینو د کریمنال تخنیک د بېلابېلو برخو، لابراتوارونو، د جرم پېژندلو وسایلو او له هغو څخه د ګټې اخیستلو څرنګوالي په تړاو محصلینو ته هر اړخیز مالومات ورکړل.

د کاردان پوهنتون د حقوقو ډیپارټمنټ آمر جمشید صدیقي د دې علمي سیر په اړه وویل: «خوښ چې د محصلینو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه د نظري زده کړو ترڅنګ تل د دا ډول علمي لیدنو زمینه برابروو. د دې ترڅنګ، غواړو چې خپل محصلین د کار بازار له اړتیاوو سره سم وروزو او کار ته یې چمتو کړو.»

د دې علمي سیر ګډونوالو محصلینو د هغوی د علمي ظرفیت لوړولو په برخه د دا ډول پروګرامونو جوړول خورا اغېزناک وګڼل، زیاته یې کړه، چې دا ډول پروګرامونه د هغو تخصصي مضمونونو په برخه کې چې په نظري ډول یې ټولګي کې زده کوي، د محصلینو د مالوماتو د کچې او عملي پوهې د لوړولو سبب ګرځي.

کریمنال تخنیک علم د جرمونو د کشف او تثبیت، د جرم د پېښېدو ځای ارزونې او د آثارو په ترلاسه کولو او د پېښې په ځای کې د اثباتیه نښو نښانو په پېژندلو کې خورا مهمه ونډه لري.

کریمنال تخنیک د پېښې له ځای څخه ترلاسه شوي آثار په لابراتوارونو کې تر ارزونې لاندې نیسي او د هغو پر مټ د مجرم پل پیدا کوي او د مجرم پر وړاندې د یوه ثبوت په توګه ترې ګټه اخلي.

د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي تل هڅه کړې، چې له بېلابېلو بنسټونو څخه د محصلینو د لیدنې اسانتیا برابره او له دې لارې د هغوی د علمي او مسلکي ودې لپاره زمینه برابره کړي.

د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي په اړه نور مالومات: https://kardan.edu.af/ps/Academics/llb.aspx