په عمل کې د پروژې مدیریت په تړاو روزنیز سیمینار جوړ شو

د کاردان پوهنتون د اقتصاد او تجارت ادارې ډیپارټمنټونو د افغانستان د پروژې مدیریت مرکز (APMC) په همکارۍ په عمل کې د پروژې مدیریت تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ. دا سیمینار د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۲۲ مه، پروان دو څانګه کې جوړ شوی و.

د دې روزنیز سیمینار په ترڅ کې محصلینو د پروژې د بېلابېلو برخو له هغې ډلې د پروژې د پیل، پلان جوړولو، پلي کولو، کنټرول او ورته نورو برخو په تړاو مالومات ترلاسه کړل. د دې ترڅنګ، د پروژې د منشور جوړولو، د کار د تفکیک جوړښت رامنځته کولو، د پروژې د پلان جوړولو، د خطر مدیریت، د پروژې د ذینفعانو مدیریت او په اغېزناک ډول د پروژې د سرته رسولو په تړاو هم بحث او خبرې اترې وشوې.

د پروژې د مدیریت مهارتونه له محصلینو سره مرسته کوي، چې د وخت مدیریت، پلان جوړولو، د بودیجې د تنظیم او د سرچینو د مدیریت په برخو کې خپلو مهارتونو ته وده او پراختیا ورکړي. د دې برخو مدیریت دغه راز محصلین پر دې بریالي کوي، چې خپلې پروژې په لنډ ممکن وخت او لوړو پایلو سره پلې او پای ته ورسوي.

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې ډیپارټمنټ، تاسو له علمي لید لوري، عملي وړتیاوو او مسلکي مهارتونو سره ټولنې ته ور پېژني او د خپلې خوښې وړ کار او کسب آسانتیاوې درته برابروي.

د تجارت ادارې ډیپارټمنټ په اړه: https://kardan.edu.af/ps/Academics/bba.aspx