د ۱۴۰۰ پسرلني سمسټر لپاره د کاردان پوهنتون بورسیې او مالي مرستې

کاردان پوهنتون د ۱۴۰۰ پسرلني سمسټر د لیسانس او ماسټري برخو د بورسیو او مالي مرستو لپاره ۲۶ میلیونه افغانۍ په پام کې نیولې دي.

د دې بورسیو او مالي مرستو موخه له یو خوا د هغو محصلینو هڅونه ده، چې په خپلو درسونو کې له ځانه وړتیا ښيي او له بل لوري له هغو محصلینو سره مرسته او همکاري ده، چې اقتصادي او مالي ستونزې ولري.

د وړتیا پر بنسټ تحصیلي بورسیې، سپورټي مالي مرستې او تحصیلي بورسیې، د درسي نصاب شامل او بهر فعالیتونو بورسیې، د کاردان پوهنتون د برابرۍ بورسیې او د کاردان پوهنتون د رییس ځانګړې مالي مرستې د دې بورسیو او مالي مرستو برخه دي.

د کاردان پوهنتون د مالي چارو رییس محمد عمران د ۱۴۰۰ پسرلني سمسټر د بورسیو او مالي مرستو په تړاو وویل: «له هغه ځایه چې کاردان پوهنتون یو معتبر اکاډمیک بنسټ دی او د ټولنې ټولو طبقو ته د باکیفیته لوړو زده کړو وړاندې کولو ته ژمن دی؛ نو پر همدې بنسټ یې د ۱۴۰۰ پسرلني سمسټر لپاره د ۲۶ میلیونو افغانیو په ارزښت بورسیې او مالي مرستې په پام کې نیولي، څو له دې لارې وکولای شي په هېواد کې د مخکښ پوهنتون په توګه خپل مسوولیت ادا کړي.»

په ورته مهال د کاردان پوهنتون د بورسیو او مالي مرستو دفتر مسوول په تړاو وویل: «خوښ یو، چې د بېلابېلو بورسیو او مالي مرستو له لارې مو یو ډېر شمېر محصلینو ته په کاردان پوهنتون کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده. کاردان پوهنتون د ۱۴۰۰ پسرلني سمسټر په لړ کې ۱۲۰۰ محصلینو ته مالي مرستې او بورسیې وړاندې کړي، چې دا شمېره د ډېرېدو په حال کې او په پام کې ده چې نور محصلین هم ترې برخمن شي.»

کاردان پوهنتون هر کال د لیسانس او ماسټري برخو د نویو شاملو شویو محصلینو د بورسیو او مالي مرستو لپاره یو ځانګړی مبلغ په پام کې نیسي، څو وکولای شي له دې لارې د ټولنې ټولو طبقو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره شي او د بې وزلۍ په له مینځه وړلو کې خپله ونډه ادا کړي.

د کاردان پوهنتون د تحصیلي بورسیو او مالي مرستو په اړه د نورو مالوماتو لپاره:
https://kardan.edu.af/ps/Success-center/scholarships.aspx