د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیا لپاره د ځوانو سفیرانو ټولنې د غړیو ناسته جوړه شوه

د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیايي اهدافو لپاره د ځوانو سفیرانو ټولنې غړیو د ۱۳۹۹ کال د کب میاشتې په ۱۴مه، په افغانستان کې د تلپاتې پراختیايي اهدافو په تړاو د بحث او خبرو اترو لپاره ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې د یادې ټولنې غړیو د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراخیتايي اهدافو له ډلې د لومړي هدف: د بې وزلۍ له مینځه وړل، څلورم هدف: باکیفیته زده کړې، اتم هدف: مناسب کار او اقتصادي وده او دولسم هدف: تولید او مسوولانه لګښت په تړاو بحث او تبادل نظر وکړ. هغوی وموندله، چې په افغانستان کې د یادو څلورو اهدافو د بنسټیز کېدو لپاره باکیفیته زده کړې، کورنۍ او بهرنۍ پانګه اچونه او له پراختیايي پروژو څخه د کنټرول او راپور ورکولو سیسټم موجودیت اړین دي.

ځوانو سفیرانو په افغانستان کې د یادو څلورو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره لوړې زده کړې د یوې کلیي په توګه په پام کې ونیولې او دغه راز پر دې باور وو، چې د بې وزلۍ د له مینځه وړلو، اقتصادي ودې او د تولید او مسوولانه لګښت لپاره باید په هېواد کې د بېسوادۍ ریښې وچې، باکیفیته زده کړو ته زمینه برابره او د محصلینو ترمنځ د کارموندندې ذهنیت رامنځ ته شي.

د سرچینو مصرف، د کلخانه يي ګازونو تولید او د ناکافي روغتیايي سیسټم نه شتون ته په پام، د تلپاتې پراختیا په برخه کې د سټراتیژیو، پروګرامونو او سیاستونو د رامنځته کولو لپاره تر بل هر وخت متخصصو کسانو ته اړتیا لیدل کېږي. ځوانو سفیرانو دغه راز، په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره د مستقیمې بهرنۍ سوداګرۍ پر وړاندې د موانعو د له مینځه وړلو، د سیمه ییزو پانګه اچونکو پر ملاتړ او د پراختیايي پروژو د کنټرول لپاره د یوه مناسب مکانیزم پر جوړولو ټینګار وکړ.

د ناستې په پای کې د کاردان پوهنتون د ګډون او بریا دفتر کارکوونکي روح الله حسنیار ځوانو سفیرانو ته د تلپاتې پراختیا په برخه کې د هغو راتلونکو پروګرامونو په تړاو چې د ځینې نورو بنسټونو په همکارۍ چې د افغانستان د تلپاتې پراختیايي اهدافو لپاره ترتیب کېږي، هر اړخیز مالومات وړاندې کړل.

د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیا لپاره د ځوانو سفیرانو ټولنه ۱۵ غړي لري، چې د دې پوهنتون له بېلابېلو ډیپارټمنټونو څخه دي او د پوهنتون او ټولنې په کچه د تلپاتې پراختیايي اهدافو په فعالیتونو کې برخه اخلي.

د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیا دفتر په تړاو د نورو مالوماتو لپاره دا لینک کېکاږئ: https://kardan.edu.af/ps/sustainability/