د محصلینو ترمنځ د رضاکارانه فعالیتونو د ودې په موخه مالوماتي ناسته جوړه شوه

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د روان ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۲۳مه، د ملګرو ملتونو د رضاکارانو سازمان یا UNV په همکارۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رضاکارانو پروګرام په تړاو مالوماتي ناسته جوړه کړه. د دې ناستې د جوړېدو موخه د محصلینو ترمنځ د رضاکارانه فعالیتونو پیاوړتیا او پراختیا وه.

په دې ناسته کې د کاردان پوهنتون ۴۰ تنو محصلینو برخه اخیستې وه او د پروګرام محتوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رضاکارانو سازمان د مسوول فېروز ځلاند له لوري وړاندې شوه. د دې ترڅنګ، محصلینو فرصت درلود چې د یاد سازمان په رضاکارانه پروګرام کې نوم لیکنه وکړي.

ښاغلي ځلاند د یادې مالوماتي ناستې د جوړېدو په تړاو وویل: «په خوښۍ سره ویلی شم، چې د کاردان پوهنتون محصلین له رضاکارانه پروګرامونو سره د یوځای کېدو انګېزه لري او هغوی په تېر کې هم د نورو پوهنتونونو له محصلینو په متفاوت ډول رضاکارانه فعالیتونه ترسره کړي دي.»

د ملګرو ملتونو د رضاکارانو پروګرام سره د ۴۰ تنو نویو محصلینو له یو ځای کېدو سره په دې سازمان کې د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د رضاکارو محصلینو شمېر ۸۰ تنو ته ورسېد. دا په رضاکارانه فعالیتونو کې د کاردان پوهنتون د محصلینو د ګډون ښکاره بېلګه ګڼل کېږي.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس ډاکتر عبدالمعز میرزاده د دې پروګرام په اړه وویل: «دا پروګرام په افغانستان کې د رضاکارانه فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د کاردان پوهنتون محصلینو ته جوړ شوی و.» ښاغلي میرزاده زیاته کړه، د دا ډول پروګرامونو د جوړېدو له لارې هڅه کوو، چې په رضاکارانه فعالیتونو او په نړیواله کچه د رضاکارانه تجربو ترلاسه کولو ته محصلینو وهڅوو.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځی تل هڅه کوي، چې دا ډول پروګرامونه د محصلینو د علمي او مسلکي ودې او پیاوړتیا په موخه جوړ کړي.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په تړاو د نورو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/ps/Academics/faculty_of_economics.aspx