په راډیو او تلوېزیون کې د وینا فن په‌تړاو د سیمینار جوړېدل

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ د خپلو محصلینو له‌پاره د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۲۸ مه، په راډیو او تلوېزیون کې د وینا د فن قدرت تر نامه لاندې روزنیز سیمینار جوړ کړ. دا سیمینار د راډیویي او تلوېزیوني پروګرامونو د چلوونکي او د پوهنتون استاد خوشحال آصفي له لوري وړاندې شو.

یاد روزنیز سیمینار د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ د استاد نورالله بابکرخېل او د دې ډیپارټمنټ د روزنیزو سټډیوګانو د مسوول اجمل غفوري په همکارۍ د دې څانګې د لومړي او دویم سمسټر د محصلینو د وینا فن مهارتونو د ودې او پیاوړتیا په‌موخه جوړ شوی و.

په‌دې پروګرام چې ۴۰ تنو محصلینو ګډون کړی و، استاد خوشحال آصفي په راډیو او تلوېزیون کې محصلین د وینا فن له څرنګوالي سره آشنا کړل. د دې ترڅنګ، یو شمېر محصلینو د ښاغلي آصفي په لارښوونه د وینا فن او خبرې کولو څو عملي تمرینونه هم وکړل.

د دې ډیپارټمنټ محصلې حسنا لطیفي په‌دې اړه وویل: «په‌دې سیمینار کې موږ ډېر څه زده کړل. له شک‌پرته د محصلینو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو له‌پاره د دا ډول سیمینارونو جوړېدل خورا ګټور تمامېدای شي.»

د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ یو تن نوي شامل شوي محصل عرفان نوید بیا د دې سیمینار په‌تړاو وویل: «زه د ژورنالېزم ډیپارټمنټ له نصاب بهر پروګرامونو څخه ډېر خوښ یم، ځکه دا زما د علمي او عملي ودې سبب ګرځي.»

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ تل هڅه کوي، چې د خپلو محصلینو د علمي او مسلکي مهارتونو د ودې او پیاوړتیا په‌موخه ورته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او له دې لارې له هغوی سره د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.