د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د تعدیل فرصتونو او ننګونو په‌تړاو مالوماتي ناسته

کاردان پوهنتون او له جنګ د اغېزمنو ماشومانو له‌پاره کاناډايي موسسې یا War Child CANADA د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۹مه، د دې پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د پلي کېدو او حقوقي انتقادي وضعیت په‌تړاو مالوماتي ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې د ښځو چارو، عدلیې، ارشاد، حج او اوقافو او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت لوړو پوړو چارواکو، د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو، ډونرانو او د مدني ټولنې استازو برخه اخیستې وه او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په‌تړاو یې بحث وکړ.

په دې ناسته کې د کاردان پوهنتون د ټولنیزو پوهنځي رییس محمد خالد حاتم د یاد قانون د اهمیت او له هغه څخه د ګټې اخیستلو پر څرنګوالي هر اړخیز بحث وکړ او د دې قانون په تړاو یې خپل نقد او ارزونه هم وړاندې کړه.

په ورته مهال، د کاردان پوهنتون د تمثیلي محکمو برخې مسوول محب الله شاغاسي د ښځو د عمومي وضعیت، ننګونو او هغو ستونزو په اړه چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې مېرمنې ورسره مخ دي؛ بشپړ مالومات وړاندې کړل.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې رامنځ ته شوی. د دې قانون موخه د ښځو او ماشومانو پر وړاندې جرایمو ته رسېدنه ده، چې لا هم د پارلمان د تایید رایه نلري او دا په خپل د دې قانون د پلي کېدو پر وړاندې یوه لویه ننګونه ګڼل کېږي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون، یو له هغو جنجالي قوانینو څخه دی، چې په وروستیو دوو لسیزو کې یې پارلمان د تصویب پر وړاندې مقاومت کړی دی. اوسمهال یې جزايي احکام د افغانستان د جزا په نوي قانون کې نه دي ځای پر ځای شوي او له همدې امله پرېکړه وشوه، چې دا قانون تعدیل او ولسي جرګې ته د تایید په موخه ولېږل شي، څو په هر اړخیز ډول پلی شي.

کاردان پوهنتون تل هڅه کوي، چې د خپلو محصلینو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو په‌موخه له ملي او نړیوالو بنسټونو سره په ګډه همکارۍ بېلابېل علمي او څېړنیز پروګرامونه جوړ کړي.