د آمو سیندزې حوزې په‌تړاو د دوو څېړنیزو راپورونو مخ‌کتنه وشوه

طرزي څېړنیز بنسټ د کاردان پوهنتون په‌همکارۍ د آمو سیندزې حوزې په‌تړاو د خپلو دوو څېړنیزو راپورنو مخ‌کتنه وکړه. په همدې تړاو د دوشنبې په ورځ (۱۶ وری ۱۴۰۰) د کاردان پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې «د آمو سیندیزه حوزه: له محرومیت تر شمولیت» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوې وه.

د دې پروګرام د جوړېدو بنسټیزه موخه د آمو سیندزې حوزې په تړاو د څېړنیزو راپورنو د موندنو شریکول او د دې حوزې حقوقي چارچوکاټ او پر هغې حاکم اوبیز سیاستونه ول. په دې پروګرام کې د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د ماسټري ډیپارټمنټ آمر فهیم سادات، د طرزي څېړنیز بنسټ مرستیال داوود محمدي، د افغانستان د اوبو د تنظیم عمومي رییس انجنیر نعیم الله سالارزي، د چارو ادارې حقوقي سلاکار نظیم سمون، یو شمېر څېړونکو، متخصصینو او د پوهنتون استادانو برخه اخیستې وه.

د طرزي څېړنیز بنسټ په دې پروګرام کې خپل دوه څېړنیز راپورونه (د آمو سیندیزې حوزې حقوقي لرلید او د آمو سیند اوبیز سیاستونه او د دې حوزې اقلیمي بدلونونه) خپاره او د هغو مخ‌کتنه یې وکړه.

آمو سیند د افغانستان یو له تر ټولو لویو سندیزو حوزو څخه ګڼل کېږي، چې جیوپولیټیکي او جیوهایدرولوژیکي شراېطو او د افغانستان له شمالي ګاونډیو هېوادونو سره د ګډو اوبیزو نه همکاریو له امله یې له اوبیزو سرچینو څخه د پام‌وړ ګټه نه‌اخیستل کېږي.

طرزي څېړنیز بنسټ په ۲۰۱۸ کال کې تاسیس شوی، چې د سولې، جګړې، افراطیت او پراختیا مطالعاتي حوزې یې د څېړنو بنسټ تشکیلوي.

کاردان پوهنتون تل هڅه کوي، چې د خپلو محصلینو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو په‌موخه له ملي او نړیوالو بنسټونو سره په ګډه همکارۍ بېلابېل علمي، څېړنیز او پراختیا پروګرامونه جوړ کړي.