د کاردان پوهنتون د فارغانو لومړنۍ مجلې مخ‌کتنه وشوه

کاردان پوهنتون د ۱۳۹۹ کال د کب په ۲۸مه، د یوې ځانګړې غونډې په‌ترڅ کې د دې پوهنتون د فارغانو د لومړنۍ مجلې (ASPIRE) مخ کتنه وکړه. دا مراسم د کاردان پوهنتون د مشرتابه پلاوي، سټراتیژیکو همکارانو او یو ډېر شمېر فارغانو په ګډون جوړ شوي و.

د دې ناستې د جوړېدو موخه د فارغانو لومړنۍ مجلې د مخ‌کتنې ترڅنګ د فارغانو یو ځای راټولېدل او د هغوی د کړنو او لاسته راوړنو ستایل وو.

د پروګرام په پیل کې د کاردان پوهنتون د فارغانو دفتر مسوول اقبال نهضت د دې دفتر د کړنو، د فارغانو لپاره د راتلونکو پروګرامونو او د پوهنتون په مهمو پرېکړو په ځانګړي ډول د (۲۰۲۱-۲۰۲۵) کلونو سټراټیژیک پلان کې د هغوی د برخې اخیستو په‌تړاو هر اړخیز مالومات وړاندې کړل.

وروسته، د کاردان پوهنتون د پنځو تنو فارغانو ترمنځ د دریو مهمو موضوعاتو له هغې ډلې د فارغانو د علمي او مسلکي سفر، په‌دې برخه کې د کاردان پوهنتون د ونډې او د دې پوهنتون د راتلونکي لیدلوري په‌تړاو ځانګړی بحث وشو.

د پروګرام په دوام د کاردان پوهنتون اجراییه رییس ښاغلي میرویس نهضت فارغانو ته د خپلو خبرو پرمهال وویل: «د افغانستان په اکاډمیکه ټولنه کې د غوره پوهنتون په‌توګه چې کاردان پوهنتون کوم ځای لري له شک پرته چې د هېواد په اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري برخو کې ستاسو د ارزښتناکې ونډې او نه ستړې‌کېدونکو هلو ځلو پایله ده. تاسو د کاردان پوهنتون معنوي پانګه یاست او ستاسو حضور موږ ته لا نوره انرژي او انګېزه راکوي، چې د هېواد د ځوان نسل د علمي او مسلکي پیاوړتیا لپاره لا ډېرې هلې ځلې وکړو او دا د یوه پرمختللي افغانستان لپاره زموږ هیلې نورې هم پیاوړې کوي.»

ښاغلي نهضت وړاندې وویل، د کاردان پوهنتون بااستعدادو فارغانو تاسو ټولو ته د کاردان پوهنتون د فارغانو مجلې مبارکي وایم. د (Aspire) مجلې چاپېدل په حقیقت کې په لوړه روحیه د پوهې او پرمختګ لپاره زموږ د هیلو درلودلو ښکارندويي کوي. زه باوري یم، چې دا مجله به چې ستاسو د لاسته راوړنو او بریالیتوبونو هنداره ده، د ځوان نسل لپاره خورا الهام بښونکي اوسي او له دې لارې به تاسې د یوې الګو په څېر د هېواد ځوانانو ته د خپلو علمي موخو د رسېدو او د یوې روښانه راتلونکې د درلودلو لپاره د انګېزې ورکولو زمینه برابره کړئ.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد څانګې فارغې سحر نوریان په دې اړه وویل: «خوښه یم، چې نن مې د فارغانو په غونډه او د فارغانو لومړنۍ مجلې د مخ‌کتنې مراسمو کې ګډون وکړ. د فارغانو مجله د کاردان پوهنتون یو ځانګړی نوښت دی او تل یې هڅه کړې، چې له خپلو فارغانو سره تلپاتې اړیکې ولري.»

د کمپیوټر ساینس څانګې فارغ ولید خالقي د فارغانو غونډې د جوړېدو له امله مننه وکړه ویې ویل: «د نن ورځې ناسته له یو بل سره د فارغانو د لیدلو او د تجربو او نظریو د شریکولو لپاره یو ښه فرصت و. د فارغانو د لومړنۍ مجلې چاپېدل د فارغانو د لیدلوریو د ښکارندويي لپاره یو مثبت ګام دی او د کاردان پوهنتون د دې اقدام ستاینه کوم.»

د فارغانو مجله له فارغانو سره د اړیکو د ټینګښت په برخه کې د کاردان پوهنتون ژمنتیا څرګندوي او د خپل ماموریت چې د علمي او مسلکي غوره والي الهام بښل دي، ښکارندويي کوي. د دې ترڅنګ، دا مجله د یوې غوره راتلونکې لپاره د فارغانو لاسته راوړنې، لیدلوري او فکر منعکسوي.

د تجارت ادارې فارغه زهره جلال بیا وايي، ویاړم چې د فارغانو په ځانګړې ناسته کې مې برخه واخیسته او د فارغانو مجلې انګېزه را کړه، چې لا نوره هڅه وکړم او وکولای شم خپلې لاسته راوړنې او نظریې شریکې کړم.

د فارغانو دا ځانګړې ناسته د کاردان پوهنتون د فارغانو مجلې له رسمي مخ‌کتنې او د یادګاري انځورونو له اخیستلو سره پای ته ورسېده او د دې ترڅنګ فارغانو فرصت درلود چې له نورو فارغانو او د کاردان پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره وګوري او خپلې تجربې او نظرونه شریک کړي.