د کاردان پوهنتون عمومي رییس د اقتصاد وزارت له وزیرې سره د دوو اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه ولیدل

د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني د کاردان پوهنتون او اقتصاد وزارت ترمنځ د دوو اړخیزو همکاریو د پراختیا او په افغانستان کې د تلپاتې پراختیايي موخو د بنسټیز کېدو په موخه د دې وزارت له وزیرې دکتور کریمه حامد فاریابي سره د ۱۳۹۹ کال د سلواغې میاشتې په ۲۸مه نېټه ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوو اړخیزو همکاریو د زمینې برابرېدو، د دولت د ملي اسنادو په تړاو د ګردي مېز ناستو د جوړېدو، د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو (SDGs) د بنسټیز کېدو او د ظرفیت جوړونې پروګرامو د پیاوړتیا په تړاو چې د دولت او بازار د اړتیاوو ځواب ویونکي وي؛ بحث او خبرې اترې وشوې.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اقتصاد وزیرې دکتور کریمه حامد فاریابي ملي اسنادو ته د لا ډېر ارزښت ورکولو او د افغانستان په تلپاتې پراختیا کې د دولت د پرېکړو په برخه کې د پوهنتونونو پر ونډې ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ، چې د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چارچوکاټ د ارزونې په موخه باید د هېواد د اکاډمیکې ټولنې، د اقتصاد وزارت د کارکوونکو او د کاردان پوهنتون د محصلینو ترمنځ په دې پوهنتون کې د ګردي میز ناستې جوړې شي. نوموړې زیاته کړه، چې د دا ډول پروګرامونو جوړېدل د دولت د ملي پروګرامونو او لومړیتوبونو په اړه د هېوادوالو او د کاردان پوهنتون د محصلینو د پوهاوي په برخه کې چې د هېواد راتلونکي رهبران دي، ګټور او اغېزناکه ګڼل کېږي.

د اقتصاد وزیرې د خپلو خبرو په دوام وویل:« د اقتصاد وزارت غواړي، چې با اهمیته اقتصادي او بنسټیزې موضوعاګانې د کاردان پوهنتون د لیسانس او ماسټري پروګرامونو د فارغانو لپاره د پایلیکونو د عنوانونو په توګه وړاندیز کړي، څو له هغوی سره د پایلیکونو په ترتیب او لیکلو کې مرسته وکړي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي محمد نبي سروش بیا په افغانستان کې د تلپاتې پراختیايي موخو د پیاوړتیا په برخه کې د یوې ګډې تګلارې پر جوړولو ټینګار وکړ زیاته یې کړه، چې پوهنتونونه د افغانستان د تلپاتې پراختیا لپاره د چارچوکاټ او لارښودونو په جوړېدو او د دولت د پالیسیو په وړاندیز کې بنسټیز رول لوبوي.

ښاغلي سروش زیاته کړه، چې اقتصاد وزارت په نژدې راتلونکي کې د «یو پوهنتون یو تلپاتې پراختیايي هدف» تر نامه لاندې په ټول افغانستان کې پروګرام جوړوي، او په دې برخه کې یې د افغانستان د مخکښ پوهنتون په توګه د کاردان پوهنتون پر اغېزلرونکې ونډې باندې هم ټینګار وکړ.

د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني په دې ناسته کې وویل:« کاردان، د افغانستان لومړنی پوهنتون دی، چې په افغانستان کې د تلپاتې پراختیايي موخو د بنسټیز کېدو په برخه کې د اغېز لرونکي ګډون له امله د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ له لوري د نړۍ د اغېز لرونکو پوهنتونونو په ډلبندۍ کې راغی. پر دې سربېره کاردان پوهنتون په هېواد کې تلپاتې پراختیايي موخو ته د رسېدو په برخه کې له اقتصاد وزارت سره هر اړخیزو همکاریو ته ژمن دی.»

په ورته مهال، د کاردان پوهنتون اجراییه رییس ښاغلي میرویس نهضت په دې لیدنه کې د تلپاتې پراختیا ملي کنفرانس ته په اشارې سره وویل، چې دا پوهنتون په پام کې لري چې په نژدې راتلونکي کې دا ملي کنفرانس جوړ کړي، چې دا په خپله د افغانستان تلپاتې پراختیا ته د کاردان پوهنتون ژمنتیا څرګندوي.

د لیدنې په پای کې آغلې فاریابي څرګنده کړه، چې اقتصاد وزارت په پام کې لري، چې د خپلو کارکوونکو لپاره په کاردان پوهنتون کې د ظرفیت لوړونې بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي. نوموړې زیاته کړه، چې دا وزارت له کاردان پوهنتون سره د ماسټرۍ د هغو تحصیلي څانګو پر رامنځته کېدو هم کار پیلوي چې د هېواد لپاره ارزښتناکې دي، خو تر اوسه نه دي رامنځته شوي.

کاردان پوهنتون د افغانستان لومړنی پوهنتون دی، چې خپل ملي اکاډمیک اعتبار یې د نړۍ له معتبرو بنسټونو څخه ترلاسه کړی او د نړۍ د اغېز لرونکو پوهنتونونو په ډله کې هم راغلی دی. دا پوهنتون د یوه پیاوړي څېړونکي ټیم، مسلکي کادرونو او بااستعدادو محصلینو په درلودلو سره ځان د علم او پوهې د تولید مسوول ګڼي او له همدې امله د ټولنې مستعدو کسانو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونو د جوړولو په برخه کې هڅه او هاند کوي.