د کاردان پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره د ښوونځيو د فارغانو لیدنه

د کاردان پوهنتون مشرتابه پلاوي د شنبې په ورځ (۲ کب ۱۳۹۹) د یوه پروګرام په ترڅ کې د ښوونځيو له یو شمېر فارغانو او د هغوی له کورنیو سره د دې پوهنتون د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې ولیدل.

د دې پروګرام د جوړېدو بنسټیزه موخه له کاردان پوهنتون سره د ښوونځيو د فارغانو او د هغوی د والدینو آشنایي، له آسانتیاوو، امکاناتو او درسي نصاب سره د هغوی بلدتیا او د دې پوهنتون له مشرتابه سره له نژدې د لیدنې زمینې برابرول و، څو وکولای شي له هغوی سره خپلې پوښتنې شریکې او ځوابونه ترلاسه کړي.

په دې پروګرام کې د کاردان پوهنتون مشرتابه پلاوي، د پوهنځیو رییسانو، د ډیپارټمنټونو آمرینو، تدریسي مدیرانو، استادانو، محصلینو او د ښوونځيو فارغانو او د هغوی والدینو ګډون کړی وو.

د پروګرام په پیل کې ګډونوالو ته د کاردان پوهنتون په تړاو بشپړ مالومات ورکړل شول، څو د هغه تحصیلي بنسټ په اړه چې غواړي خپلې لوړې زده کړې پکې سرته ورسوي، لا دېر وپوهېږي.

له هغه وروسته د کاردان پوهنتون رییس او بنسټ ایښودونکی ښاغلی رویین رحماني، علمي مرستیاله مېرمن مینه رحماني، اجراییه رییس ښاغلی میرویس نهضت، د سټراتیژۍ او پراختیا رییس روح الله رحیمي او د مالي چارو رییس محمد عمران د پنل غړي و او د ښوونځيو د فارغانو او د هغوی د والدینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

ښاغلي رویین رحماني د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:« له لوړو زده کړو څخه زموږ تعریف جلا دی؛ ځګه والدین د خپل تحصیلي پروګرام یوه برخه ګڼو. هره ورځ زموږ هڅې دا وي، چې محصلین په علمي او مسلکي برخو کې د پام وړ وده او پرمختګ وکړي. پر دې سربېره، زموږ وروستۍ موخه داده، چې خپل محصلین د هېواد په تر ټولو غوره کسانو بدل کړو. تر ټولو بنسټیز دلیل چې کاردان پوهنتون د هېواد په تر ټولو معتبر تحصیلي بنسټ بدل شوی، د ټولنې باور او اعتماد دی. موږ ویاړو، چې په ډېر کم وخت کې مو د هېواد د تر ټولو غوره پوهنتون ځای خپل کړ. کاردان، د افغانستان یوازینی پوهنتون دی، چې له ملي او نړیوال اعتبار درلودلو سره د نړۍ له پوهنتونونو سره سیالي کوي.»

ښاغلي رحماني ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، اوس چې تاسو غواړئ دلته خپلې څلور کلنې لوړې زده کړې وکړئ، نو تر وروستي بریده هڅه وکړئ چې خپلو لوړو علمي او مسلکي موخو ته مو ورسېږئ. کاردان پوهنتون به په دې برخه کې له تاسو سره په ډېره ښه بڼه مرسته او همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه:« زه ضمانت کوم هر ځوان چې په کاردان پوهنتون کې شاملېږي، په حقیقت کې د غوره شویو په کاروان کې شاملېږي او د دې لویې او علمي کورنۍ غړی ګرځي، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي.»

په ورته مهال، د عرفان خصوصي لېسې فارغ محمد عمران کاظمي چې د خپلو لوړو زده کړو په موخه یې کاردان پوهنتون غوره کړی وایي:« کاردان پوهنتون مې له دې امله وټاکه چې د افغانستان تر ټولو غوره پوهنتون دی او د دې ترڅنګ د خپلو محصلینو لپاره وروستي امکانات او آسانتیاوې برابروي.»

کاردان پوهنتون له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې فعالیت کوي او ټولنې ته یې تر ټولو مسلکي او مجرب کادرونه وړاندې کړي دي. د دې پوهنتون محصلین د خپلې تحصیلي دورې او یا هم تر فراغت وروسته له کارموندونکو، متشبثینو، بریاليو رهبرانو او په ورته مهال د ټولنې له اغېز لرونکو کسانو څخه دي.

د دې ترڅنګ، د ملکه ثریا لېسې یو تن فارغه مژده رسولي په کاردان پوهنتون کې د خپلو لوړو زده کړو د پیل په موخه وايي:« کاردان پوهنتون مې د یو امن او خوندي چاپېریال او د باکیفیته تحصیلي تجهیزاتو د درلودلو له امله ټاکلی دی.»

کاردان پوهنتون له دې امله چې د هېواد هېڅ ځوان له لوړو زده کړو څخه بې برخې پاتې نشي په کلني ډول یو ډېر مقدار پیسې له محصلینو سره د مالي مرستو او تحصیلي بورسیو لپاره ځانګړې کوي او د ۱۴۰۰ پسرلني سمسټر لپاره یې هم شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانۍ په پام کې نیولې دي.

د پروګرام په پای کې ګډونوالو فرصت درلود چې په فردي ډول د پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره وګوري او له هغوی سره خپلې پوښتنې شریکې او ځوابونه ترلاسه کړي.

دا د ښوونځيو له فارغانو او د هغوی له والدینو سره د کاردان پوهنتون لومړنی پروګرام و. کاردان پوهنتون تل هڅه کوي، چې تر ټولو غوره، باکیفیته او وروستي تحصیلي خدمتونه د خپلو محصلینو لپاره برابر او د هغوی له ښې راتلونکې سره مرسته وکړي.