کاردان پوهنتون د ښاري ټولنپوهنې په تړاو سیمینار جوړ کړ

د کاردان پوهنتون د سېول انجنیري ډیپارټمنټ محصلینو ته د ښاري ټولنپوهنې په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو. د یاد سیمینار بنسټیزه موخه د ښاري ټولنپوهنې له نظریې او یا هم د ښاري ډیزاین ټاکل شویو ټولنیزو کړو وړو سره د سېول انجنیري محصلینو آشنايي وه.

دا سیمینار د ایټالیا د فلورانس پوهنتون د ښاري تحلیل او مدیریت ماسټري پروګرام ته د نوماند ښاغلي اعجاز احمدي له لوري د یاد ډیپارټمنټ ګڼ شمېر محصلینو ته د پوهنتون په پروان دو څانګه کې وړاندې شو.

ښاغلي احمدي محصلینو ته په خپلو خبرو کې څرګنده کړه: « کابل په سیمه کې یو له تر ټولو د چټکې ودې درلودنکو ښارونو څخه دی او هغه ننګونې، چې په دې تدریجي وده کې موږ ورسره مخ یو خورا ډېرې دي. ګړندي ښاري کېدل، له کلیوالي سیمو ښاري هغو ته د خلکو بې ځایه کیدل او په ښاري سیمو کې د خلکو د اوسېدو زیاتوالی په ډراماټیک ډول د کابل ښار پر جوړښت باندې اغېز لري.»

د انجنیري له نظره د ښارونو د ټولنیز چلند تجربه کول د دې څانګې محصلینو ته یوه اړینه چاره ده، چې د ځوانو متخصصینو په توګه د ښارونو په پرمختګ کې خپله ونډه اداء کړي.

په دې سیمینار کې د یو لړ نورو مهمو مسایلو لکه د طبعي چاپېریالونو، کرنیزو ځمکو او کلتوري میراثونو پر ساتلو، د ګډې ګټې او عاید لرونکو ګاونډیانو پر رامنځ ته کولو، په اساسي ډول د لارو او کوڅو پر جوړولو او د لوړ کیفیت ټرانزیټ او ټرانسپورټ پر رامنځ ته کولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هم بحث او خبرې اترې وشوې.

د سیمینار ډېری ګډونوالو محصلینو، اوسنیو شراېطو ته په پام دا یو خورا ګټور سیمینار وباله او د انجنیري پوهنځي له مسوولینو یې وغوښتل، چې په راتلونکي کې هم د ورته روزنیز سیمینارونه جوړ کړي.

ښاغلي اعجاز احمدي هم د کاردان پوهنتون له سېول انجنیري ډیپارټمنټ څخه مننه وکړه، چې له محصلینو سره یې د یادې مهمې نظریې د شریکولو زمینه برابره کړه.

کاردان پوهنتون تل د خپلو محصلینو د علمي کچې د لوړولو په موخه له تحصیلي نصاب بهر د بېلابېلو مسایلو په تړاو روزنیز سیمینارونه جوړوي، څو هغوی له دې لارې وکړای شي، له ګڼو مهمو پرمختیايي او اقتصادي مسایلو سره آشنا او په اړه یې بشپړ مالومات ولري.