په اقتصادي وده او پراختیا کې د بیمې د ونډې په اړه سیمینار جوړ شو

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې ډیپارټمنټ د ۱۳۹۹ کال د سلواغې په ۸مه، د دې څانګې د محصلینو لپاره په اقتصادي وده او پراختیا کې د بیمې د ونډې په اړه سیمینار جوړ کړ.

د دې سیمینار ویناوال د «Capital Star Insurance Company»بیمې شرکت اجرایي رییس محبوب فروتن و، او د اقتصاد پوهنځي استاد مصباح الدین بابکرخېل د سیمینار د وړاندې کوونکي مسوولیت پر غاړه درلود.

ښاغلي فروتن د افغانستان د سکای نړیوال بیمې شرکت د عملیاتي رییس په توګه هم کار کړی، چې له ښاغلي بابکرخېل سره یو ځای یې په دې سیمینار کې په سوداګریو او په افغانستان کې د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې د بیمې د ونډې او ګټو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

ښاغلي فروتن وویل: «د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د کرونا ویروس خپرېدلو پر اقتصادي وده او پراختیا منفي اغېز وکړ، چې له امله یې د بیمې کلتور هم ترویج شو. دغه راز، کولای شو د بیمې شرکتونو پر مټ ناڅرګند وضعیت جبران کړو او له دې لارې اقتصادي ودې او پراختیا ته هم زمینه برابره کړو.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام د تولیداتو پر کچې، ګمارنې، پړسوب او بې وزلۍ باندې د بیمې د اغېزو په تړاو هر اړخیز مالومات ورکړل. د دې ترڅنګ یې د افرادو، کورنیو او دندو په برخه کې د بیمې شرکتونو د ملاتړو پروګرامونو په اړه لا ډېر توضیحات ورکړل.

ښاغلي فروتن همدارنګه په افغانستان کې د بیمې د محصولاتو او خدمتونو په اړه هم مالومات ورکړل او محصلینو ته یې ډاډ ورکړ، چې بیمه په افغانستان کې د پراختیا په پړاو کې ده، ځکه د هېواد د بازارونو لپاره یوه نوې پدیده ګڼل کېږي.

د سیمینار په دوام ښاغلي فروتن د محصلینو پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه ورکړل او هغوی یې وهڅول، چې د کړکېچ پر مهال د خپل کار او سوداګرۍ د ساتنې او بیمې په اړه پراخ درک او پوهه ولري.

کاردان پوهنتون ژمن دی، چې د دې ډول مالوماتي پروګرامونو د جوړېدو له لارې له محصلینو سره د هغوی په تحصیلي او کاري سفر کې مرسته وکړي.

د تجارت ادارې د لیسانس څانګې په اړه د نورو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/ps/Academics/bba.aspx