د سولې او اقتصادي پرمختګ په اړه آنلاین مالوماتي پروګرام جوړ شو

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې ډیپارټمنت د ۱۳۹۹ کال د سلواغې په ۷مه، «په افغانستان کې د سولې چارچوکاټ او اقتصادي وده» تر نامه لاندې د دې پوهنتون په پروان دو څانګه آنلاین مالوماتي پروګرام جوړ کړ.

د دې پروګرام ویناوال د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال محمد نبي سروش او د پروګرام آسانچاری محمد یونش امیري وو. ګڼ شمېر محصلینو، څېړونکو او استادانو په دې آنلاین ناسته کې برخه اخیستې وه او له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان د اقتصادي ودې په تړاو بحث وکړ. د دې بحث بنسټیز محور د بې وزلۍ له مینځه وړل او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي موخې وې.

کاردان پوهنتون تل هڅه کړې، چې د نظریو او تجربو د شریکو له لارې په محصلینو کې انتقادي تفکر وروزي او په اړوندو نورو برخو کې د هغوی مهارتونه لوړ کړي. که تاسو هم د سوداګرۍ مینه وال یاست او غواړئ خپله شخصي سوداګري پیل کړئ؛ نو خپلې دې موخې ته د رسېدو لپاره د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې د لیسانس ډیپارټمنټ غوره کړئ.

د دې څانګې په اړه د نورو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/ps/Academics/bba.aspx