کاردان پوهنتون د آنلاین وینا ناسته جوړه کړه

کاردان پوهنتون د ۱۳۹۹ کال د مرغومي په ۱۳مه، د سوداګرۍ د بریا په اړه د وینا آنلاین ناسته جوړه کړه. د نوښت د پیاوړتیا په تړاو دا وینا، چې د سوداګریزو بریالیتوبونو سبب ګرځي، د رایان کاربټ له لوري وړاندې شوه.

نوموړی د بلوم افغانستان بنسټ ایښودونکي دی، چې د شرکت لیدلوری یې له ټولنیز او اقتصادي اغېز لرونکو شرکتونو سره د یوه پر ځان بسیا افغانستان درلودل دي.

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې ډیپارټمنټ د دې آنلاین وینا کوربه و، چې په ترڅ کې ښاغلي کاربټ د بلوم افغانستان چې په کابل کې یو سوداګریز او خدماتي شرکت دی تجربې او د نورو اړوندو برخو په اړه ګټوره او هراړخیزه وینا واوروله. هغه د ګروپي کار مهارتونه چې نوښت او د مسلې حل دی بیان کړل او د نویزونو په اړه چې کولای شي د مصرف کوونکي چلند ته بدلون ورکړي، بحث او خبرې اترې وکړې.

نوموړي دغه راز، د سوداګرۍ په برخه کې د بېلابېلو مېتودونو او په دې برخه کې د نوښت یو لړ کیسې هم وویلې. د دې ترڅنګ یې نوښتګر فکر او پر یوه نوښتګر کس د بدلېدو لارې چارې چې د نوښتګر ذهن له روزلو او د نوښت له ډېروالي سره تړاو لري هم اشاره وکړه.

ښاغلي کاربټ همدارنګه د یو لړ مشهورو سوداګریزو شرکتونو واقعي مثالونه هم ورکړل او د نوښت د نویو عادتونو په اړه یې هم خبرې وکړې. دا آنلاین ناسته د نوښت کلتور پر پیاوړتیا له ټینګار سره پای ته ورسېده.

کاردان پوهنتون تل هڅه کوي، چې د خپلو محصلینو لپاره د دا ډول مالوماتي پروګرامونو او د تجربو شریکولو ناستې جوړې کړي او له دې لارې د هغوی نوښتګر ذهن د پیاوړتیا سبب وګرځي.

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې په اړه د نورو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/Academics/bba