د افغان سولې پروسې په تړاو د آنلاین مناظرې جوړېدل

د کاردان پوهنتون کتابتون د ۱۳۹۹ کال د سلواغې میاشتې په ۹مه، د افغانستان د سولې بهیر په‌تړاو د زوم اپلېکشن له‌لارې د آنلاین مناظرې سیالي جوړه کړه. دا سیالي د کاردان، کابل، هرات او مولانا جلال‌الدین محمد بلخي پوهنتونونو د محصلینو ترمنځ جوړه شوې وه.

ذبېح الله بارکزی، نصیر نعیمي، مجتبی ارشیا، نثار احمد انوري او نرګس الکوزۍ د دې سیالۍ د ژوري پلاوي برخه وو. د یادې سیالۍ د جوړېدو موخه د ځوانانو ترمنځ د مناظرې کلتور، انتقادي فکر او د څېړنې مهارتونو پیاوړتیا وه.

په دې سیالۍ کې له کاردان پوهنتون څخه احمدالله عزیزي او دنیا کوچۍ، له کابل پوهنتون څخه خجسته دانشجو او علایقه فیاض، له هرات پوهنتون څخه فضل تواب وردګ او خوبان صالح او له مولانا جلال الدین محمد بلخي پوهنتون څخه همایون فروتن او فرستو احمدي ګډون کړی وو. یادو ګډونوالو د سیالۍ په ترڅ کې د افغانستان د سولې پروسې د بېلابېلو اړخونو په تړاو بحث او خبرې اترې وکړې.

د ژوري پلاوي له لوري د کاردان پوهنتون محصلین احمدالله عزیزي او دنیا کوچۍ د سیالۍ ګټونکي اعلان شول او د هرات پوهنتون محصل خوبان صالح د غوره ویناوال په توګه وپېژندل شو.

کاردان پوهنتون تل هڅه کړې، چې د دا ډول سیالیو د جوړولو له لارې د محصلینو علمي ظرفیتونه لوړ او د هغوی د وینا او خبرې کولو او مناظرې مهارتونو ته پیاوړتیا او پراختیا ورکړي.