کاردان پوهنتون د بېلابېلو پوهنتونونو د محصلینو ترمنځ د پروګرام لیکلو سیالي جوړه کړه

د کاردان پوهنتون د نوښت لابراتوار د روان ۱۳۹۹ کال د سلواغې میاشتې په نهمه، د بېلابېلو پوهنتونونو د کمپیوټر ساینس محصلینو ترمنځ د پروګرام لیکلو سیالي جوړه کړه. دا سیالي محصلینو ته د انګېزې ورکولو او د بااستعدادو محصلینو د پېژندلو په موخه جوړه شوې وه، چې وکولای شي په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

هغه محصلین چې د دې سیالۍ لپاره یې نوم لیکنه کړې وه د آزمایښتي آزموینې او ټیمونو د جوړولو په موخه رابلل شوي وو او په خپله خوښه بېلابېلو ټیمونو کې ډلبندي شول. هر ټیم لږ تر لږه درې غړي درلودل او ټولو له آزموینې یوه اونۍ وړاندې د نوم لیکنې آنلاین فورمې ډکې کړې وې.

د کاردان پوهنتون د نوښت لابراتوار د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ او د اطلاعاتو د مدیریت سیسټم په همکارۍ د دې سیالۍ پوښتنې چمتو او د کره والي په موخه یې څو ځلي وارزولې.

د کاردان پوهنتون د نوښت لابراتوار مسوول عبدالباقي پوپل په دې اړه داسې وویل:« د هغو ټیمونو نظارت چې د کوډ لیکنې له لارې د اړوندو مسایلو د حل لپاره له یو بل سره کار کوي، د هغوی د مهارتونو د لوړولو په برخه کې یو عالي ګام دی، څو هغوی وکولای شي خپلې زده کړې نظریې په عملي ډول پلې کړي.» نوموړی زیاتوي، دا ډول پروګرامونه له محصلینو سره مرسته کوي، چې په خپل ځان کې د مسلې د حل مهارتونه پیاوړي کړي او د پوښتنو د حل لپاره له خپلې پوهې ګټه واخلي.

په دې سیالۍ کې د کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ د بېلابېلو سمسټرونو لسو ټیمونو ګډون کړی وو، څو د نوم لیکنې اته پوښتنې ځواب کړي او له یو بل سره د سیالۍ کولو له لارې لومړی مقام خپل کړي. په دې سیالۍ کې دغه راز د نورو پوهنتونونو ټیمونو هم ګډون کړی وو، چې درې ټیمونه د کاتب پوهنتون او دوه نور هغه د کابل پوهنتون اړوند وو.

سیالۍ په آنلاین ډول د ماسپښین په دوو بجو جوړه شوه او ټولو ټیمونو دوه نیم ساعته وخت درلود چې د سیالۍ پوښتنې حل کړي. د وخت له پای ته رسېدو سره ګډونوالو خپل ځوابونه ژوري پلاوي ته ولېږل، چې تر ارزونو وروسته د یاد پلاوي له لوري درې غوره ټیمونه وټاکل شول.

د کاردان پوهنتون د زمریانو ټیم له ۱۰۰ نمرو څخه د ۴۰ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام، د کاتب پوهنتون د «Code Runners» ټیم د ۳۶ امتیازنو په ترلاسه کولو سره دویم او د کاردان پوهنتون د اتلانو ټیم د ۳۵ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم ځای خپل کړ.

د دې سیالۍ د ګټونکي ټیم یو تن غړي سیرت پروېز وویل:« دا سیالي زما لپاره یو عالي فرصت و او د دې موکه یې راکړه، چې د پوښتنو د حل لپاره له خپلو وړتیاوو ګټه واخلم. زموږ د ټیم لپاره دا یوه ننګونه وه، چې په ټاکل شوي وخت کې د پوښتنې حل پیدا کړو.»

کاردان پوهنتون تل هڅه کړې، چې د دې ډول سیالیو او له نصاب بهر پروګرامونو د جوړېدو پرمټ د محصلینو لپاره د عملي کار آسانتیاوې برابرې او د هغوی مهارتونه لوړ کړي.

د کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ په اړه د نورو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/ps/Academics/bcs.aspx