د کاردان پوهنتون محصلینو د تلپاتې سوداگرۍ سیالۍ کې ګډون وکړ

د کاردان پوهنتون اقتصاد پوهنځی، د ۱۳۹۹ کال د سلواغې میاشتې په لومړۍ نېټه، د تلپاتې سوداګرۍ سیالۍ د لومړي پړاو کوربه و. د سیالۍ په‌دې پړاو کې د اقتصاد پوهنځي د تجارت ادارې د لیسانس او ماسټري او اقتصاد ډیپارټمنټونو ۲۲ تنو محصلینو برخه اخیستې وه، چې د نویو سوداګریو د پیل په‌اړه یې خپلې طرحې په لنډ ډول وړاندې کړلې.

په لومړي پړاو کې د طرحو تر وړاندې کولو وروسته، ژوري پلاوي د روزنیز پروګرام د دوام په‌موخه پنځه غوره ټیمونه وټاکل او خپلې طرحې یې بیا ځلي معرفي کړې.

د دې سیالۍ لومړۍ برخه چې په دریو پړاونو کې د بلوم افغانستان شرکت او کاردان پوهنتون له‌لوري ترسره کېږي، محصلین پر دې بریالي کوي، چې سوداګرو ته د خپلو سوداګریو د پیل طرحې وړاندې کړي. دا ورکشاپ دغه‌راز د یادو ډیپارټمنټونو له محصلینو سره مرسته کوي، چې د ټولګیو له تیوري زده کړو څخه په عملي ډول د وړو سوداګریو د پیل په‌برخه کې ګټه واخلي.

بریالي محصلین به د خپلو پېلیدونکو سوداګریو له‌پاره له سوداګرو څخه پیسې ترلاسه کړي او له‌ دې لارې به‌ وکولای شي، چې په سوداګرۍ برخه کې خپل فعالیتونه پیل کړي.

د دې پروګرام ویناوال د باختر هوايي کرښو اجراییه رییس او د کاردان پوهنتون فارغ‌التحصیل ښاغلی احمد مسلم خرم او د بلوم افغانستان مرستیال ښاغلی کریس‌لي وو. د سیالۍ دا پړاو د ژوري پلاوي تر نظارت لاندې چې په ترکیب کې احمد مسلم خرم، کریس‌لي، د اقتصاد پوهنځي رییس ډاکتر سید عبدالمعز، د تجارت ادارې ډیپارټمنټ آمر فواد عاصم او د اقتصاد پوهنځي استاد نجیب الله نیازی شامل وو، ترسره شو.

د یادې سیالۍ لومړی پړاو د دریو غوره ټیم په ټاکلو سره پای ته ورسېد او ټاکل شوې چې دویم پړاو یې د روانې سلواغې میاشتې په اتمه نېټه ترسره شي. په‌ورته مهال د اقتصاد پوهنځي رییس ډاکتر سید عبدالمعز د کاردان پوهنتون له‌اړخه د سیالۍ له‌ټولو ګډون‌والو مننه وکړه.

کاردان پوهنتون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو په ځانګړي ډول د اتم او نهم هدف بنسټیز کېدو او ترلاسه کېدو ته ژمن دی.