د تکتاز ټکنالوژۍ شرکت څخه د کاردان پوهنتون د متشبثانو ټولنې د غړیو لیدنه

د کاردان پوهنتون د متشبثانو ټولنې غړیو د ۱۳۹۹ کال د مرغومي میاشتې په ۲۹مه، د یوه علمي سیر په ترڅ د تکتاز ټکنالوژۍ شرکت څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې په ترڅ کې محصلین د یاد شرکت د مدیریت له سیسټم او د کړکېچونو د حل په برخه کې د دې شرکت له ننګونو او د هغو له حل لارو سره آشنا شول.

دا لیدنه د تکتاز شرکت د بنسټ ایښودونکي او اجراییه رییس ریاض احمد سهاک په وینا پیل شوه. هغه د دې شرکت د خدمتونو، د کارموندنې د مهمو عواملو او د کارونو په ترسره کولو کې د هغو د اغېز په اړه خبرې وکړې.

د دې علمي سیر په لړ کې محصلینو د یاد شرکت د بازار موندنې، مدیریتي تګلارې او نورو اړوندو برخو په تړاو خپلې پوښتنې مطرح کړې، چې د شرکت د مسوولینو له لوري ورته هر اړخیز ځوابونه ورکړل شول. د دې ترڅنګ هغوی د شرکت له بېلابېلو دفترونو هم لیدنه وکړه او د هغوی کاري څرنګوالی یې له نژدې ولید.

تکتاز د ټرکینګ یا څار مخکښ شرکت دی، چې د افغانستان ۹۸ سلنه خلک تر خپل پوښښ لاندې نیسي او د لېږدېدونکو وساېطو د ټرکینګ یا څار، شخصي ټرکینګ او د GPS وساېطو پر تېلو د نظارت او اړوند نور خدمتونه ترسره کوي.

د تکتاز شرکت اجراییه رییس ریاض احمد سهاک په دې اړه وویل:« موږ له کاردان پوهنتون او د دې علمي سیر د همغږۍ له ټیم څخه مننه کوو، چې د خپلو محصلینو لپاره د باکیفیته زده کړو آسانتیاوې برابروي، ځکه محصلینو په دې علمي سیر کې له تکتاز شرکت څخه لیدنه وکړه او د بېلابېلو برخو عملي کار یې له نژدې ولید او نوي کاري مهارتونه یې زده کړل. د دې ترڅنګ، محصلین د عملي کار په ترڅ کې د کار بازار مهارتونه زده کوي او پر دې پوهېږي، چې په یو کسب او کار کې باید کوم عوامل په پام کې ونیسي او پر ننګونو څنګه برلاسي شي.»

ښاغلي سهاک زیاته کړه، هر شرکت خپلې ننګونې لري او بریالی سوداګر هغه کارموندونکی بلل کېږي، چې ننګونې مني او پر هغو د برلاسي کېدو لپاره هلې ځلې کوي. د تکتاز شرکت هر وخت چمتو دی، چې د هغو ټولو محصلینو لپاره دا موکه برابره کړي، چې غواړي د کار عملي بازار تجربه کړي.

د کاردان پوهنتون د محصلینو د ټولنو په اړه د بشپړو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/Success-Center/Student_Clubs.aspx