د کارموندنې کمپاین جوړېدل: کار کاردان ته وسپارئ

د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر، په‌ډېر ویاړ اعلانوي، چې د «کار کاردان ته وسپارئ» کمپاین لومړنی پړاو یې ترسره کړ. دا دفتر په‌پام کې لري، چې د ملي او نړیوالو بنسټونو په مرسته، په‌ځانګړي ډول د دې کمپاین له‌لارې د کاردان پوهنتون د فارغانو او محصلینو له‌مینځه پیاوړو او مستعدو ځوانانو ته په ملي او نړیوالو بنسټونو کې کاري آسانتیاوې برابرې کړي.

د کاردان پوهنتون محصلینو او فارغانو ته د کاري موکو برابرول، له ملي او نړیوالو کارفرمایانو سره د کاردان پوهنتون د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا او په ملي او نړیوالو بنسټونو کې د کاردان پوهنتون د بااستعدادو محصلینو او فارغانو د ګمارنې بهیر کې د آسانتیاوو رامنځ‌ته کول د دې کمپاین د ترسره کولو بنسټیزې موخې ګڼل کېږي.

د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو د دفتر مدیر محمد امین حکیمي د دې کمپاین د جوړېدو په اړه وايي:« موږ د دې کمپاین د ترسره کولو له‌لارې هڅه کوو، چې ملي او نړیوالو بنسټونو ته د پیاوړو او بااستعدادو ځوانانو د پېژندلو په‌برخه کې همکاري وکړو. د دې ترڅنګ، په اوسنیو ننګونکو شراېطو کې د هېواد ځوانانو ته د کارموندنې فرصتونو برابرول د دې کمپاین د ترسراوي له بنسټیزو موخو څخه شمېر کېږي.»

په ورته مهال، «کار کاردان ته وسپارئ» کمپاین د همکارو بنسټونو له‌پاره لاندې ګټې لري:
• د ممتازو، نوښتګرو او بااستعداده ځوانانو ګمارنه؛
• له کاردان پوهنتون سره د همکاریو پراختیا؛
• د کاردان پوهنتون د ټولنیزو پاڼو له‌لارې د دې کمپاین د همکارو بنسټونو د فعالیتونو انعکاس؛
• د کاردان پوهنتون په مهمو پروګرامونو کې د همکارو بنسټونو د استازو دعوت کول؛
• د ګمارنې په بېلابېلو پړاونو کې له همکارو بنسټونو سره مرسته کول؛
• د کاردان پوهنتون د کارموندنې نندارتون کې د همکارو بنسټونو د استازو د ګډون زمینې برابرول؛
دویلو وړ ده، چې د کارموندنې دا کمپاین داسې مهال جوړېږي، چې تر دې وړاندې هم د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر په‌دې برخه کې د پام‌وړ خدمتونه ترسره کړي دي. له دې ډلې، د زرګونو ځوانانو له‌پاره د کارموندنې نندارتون جوړول، د لومړني آنلاین کارموندنې نندارتون جوړول، د څه باندې ۲۰۰ محصلینو او فارغانو له‌پاره د کار او کار زده‌کړې فرصتونو برابرول او د شاوخوا ۲ زرو محصلینو او فارغانو له‌پاره د روزنیزو پروګرامونو جوړول یې مهم هغه دي.

په ورته مهال، د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ محصله اسما ایوبي چې د کارموندنې خدمتونو دفتر په مرسته ورته د کار زده‌کړې موکه برابره شوې، وايي: «د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر له ماسره مرسته وکړه، چې په‌خپله تحصیلي څانګه کې د کار زده کړې فرصت پیدا کړم. باوري یمه، چې په هشت‌صبح ورځپاڼه کې کار کول یوه باارزښته تجربه ده، څو وکولای شم هغه څه چې په کاردان پوهنتون کې زده کوم په عملي ډګر کې هم پیاده کړم.»

کاردان پوهنتون په تېرو دوو لسیزو کې تل هڅه کړې، چې د خپلو محصلینو او فارغانو له‌پاره په‌ملي او نړیوالو بنسټونو کې د کار او کار زده‌کړې آسانتیاوې برابرې او هغوی د افغانستان د کار بازار ته دننه کړي.

له همدې امله، د دې پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر په‌پام کې لري، چې د راتلونکو دریو میاشتو په‌ترڅ کې نژدې ۱۵۰ فارغان او محصلین په ملي او نړیوالو بنسټونو کې شامل کړي. د دې چارې د عملي کېدو له‌پاره د خپلو ټولو ملي او نړیوالو همکارانو د مرستې غوښتونکي یوو.

د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر په‌اړه د نورو مالوماتو له‌پاره: https://kardan.edu.af/Success-Center/career_services.aspx