د ژورنالېستانو او سوداګرۍ متخصصانو لپاره د انګلیسي ژبې وړیا پروګرام

کاردان پوهنتون په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت په مالي ملاتړ د ژورنالېستانو او سوداګرۍ متخصصانو لپاره د انګلیسي ژبې وړیا پروګرام آسانتیاوې برابرې کړي. دا پروګرام له هغوی سره مرسته کوي، چې خپل د انګلیسي ژبې مهارتونه لوړ او د کار بازار له اړتیاوو سره سم ځان د ژبې او ارتباطاتو له اړخه سمبال کړي.

د دې پروګرام له لارې د انګلیسي ژبې زده کړې دوه جلا جریانونه چمتو شوي، چې یو یې د ژورنالېستانو او بل هغه یې د سوداګرۍ متخصصانو لپاره دی، څو له دې لارې وکولای شي د اغېزناکو اړیکو د ټینګولو لپاره د ژبې اړین مهارتونه ترلاسه کړي.

دا پروګرام ژورنالېستانو ته دا موکه ورکوي، چې په انګلیسي ژبه څېړنو او کیسو ته په ښه ډول پراختیا ورکړي او وکولای شي د افغانستان روانې پېښې یوې لویې برخې نړیوالو مخاطبینو ته ورسوي. د دې ترڅنګ، دا پروګرام د سوداګرۍ متخصصانو ته دا وړتیا بښي، چې د خپلو معاملاتو او اړیکو د رامنځته کېدو په برخه کې د انګلیسي ژبې له ویونکو سره د ملي او نړیوالې سوداګرۍ د ودې په موخه خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

دا پروګرام بېلابېل برخې لري او له ګډونوالو سره مرسته کوي، چې خپل د انګلیسي ژبې د ویلو، لیکلو، لوستلو او اورېدلو مهارتونه لوړ کړي. پر دې سربېره د دې پروګرام نورې مهمې برخې عبارت دي له:

• د انګلیسي ژبې د عمومي مهارتونو (لیکل، لوستل، اورېدل او ویل) پیاوړتیا
• د بېلابېلو انګلیسي متنونو د ادغام او لنډیز لیکلو مهارتونو پیاوړتیا، د ژورنالېزم له کره اصطلاحاتو او له بېلابېلو خبري سبکونو (طنز، تحقیق او نشریاتي) څخه ګټه اخیستل
• د ګډونوالو د انګلیسي ژبې د ویلو د لحن او سبک پیاوړتیا
• د ګډونوالو د رسمي لیکني طرز پیاوړتیا
• د ګډونوالو له کاري چاپېریال سره اړوند د انګلیسي ژبې د بنسټیزو اصلاحاتو او مفاهیمو سره آشنايي
• د انګلیسي متن د لنډیز لیکلو مهارت پیاوړتیا، له سوداګریزي اصطلاحاتو سمه ګټه اخیستل او په مسلکي ډول د برېښنالیک مهارتونو پیاوړتیا
• دا پروګرام ګډونوالو ته دا فرصت هم ورکوي، چې د زده کړو پرمهال خپل ترلاسه شوي مهارتونه د کاري ګروپونو له لارې یو بل ته وړاندې کړي

ټول مینه وال متخصصان چې د یاد پروګرام د هر جریان لاندې معیارونه بشپړولای شي، کولای شي دې پروګرام ته نوم لیکنه وکړي. د نوم لیکنې لپاره د کاردان پوهنتون تایمني څانګې ته چې تایمني څلور لارې کې موقعیت لري مراجعه وکړئ. د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د ۱۳۹۹ کال د سلواغې میاشتې ۲۳مه نېټه ټاکل شوې ده.

د نوم لیکنې دفتر ته د مراجعې لپاره هیله ده، لاندې اسناد له ځانه سره ولرئ:
د ژورنالېستانو لپاره:
1. تذکره
2. د دندې کارټ
د ژورنالېزم پروګرام معیار: مسلکي ژورنالېستان او آزاد خبریالان

د سوداګرۍ متخصصانو لپاره:
1. تذکره
2. د دندې کارټ (د موجودیت په صورت کې)
3. د سوداګرۍ جواز (شخصي یا د کمپنۍ)
د سوداګرۍ متخصصانو پروګرام لپاره معیار: د سوداګرۍ مشران، متشبثان، د سوداګریزو بنسټونو کارکوونکي او هغه کسان چې په دولتي او یا هم د خصوصي سکټور په اقتصاد کې دخیل وي

د ټولګیو مهال وېش
درې اونیز ټولګي (هره ورځ دوه ساعته ټولګي)
د دې پروګرام په اړه د نورو مالوماتو لپاره کولای شئ د دې برېښنالیک j.ahmadzai@kardan.edu.af او یا هم ۰۷۸۳۲۰۶۲۶ سره اړیکه ونیسي.