د اطلاعاتو د امنیت، تهدیدونو او حل‌لارو سیمینار ګډون‌وال وستایل شول

د کاردان پوهنتون د انجنیري پوهنځي د ۱۳۹۹ کال د مرغومي په ۱۶مه، هغو محصلینو ته ستاینلیکونه ورکړل، چې د اطلاعاتو د امنیت، تهدیدونو او حل‌لارو سیمینار کې یې ګډون کړی وو.

په دې سیمینار کې چې د روان کال د لړم میاشتې په لسمه نېټه، د زوم اپلېکشن له‌لارې جوړ شوی و، د کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ استاد ذبیح‌الله اتل د سوداګر ۍ د بقا او د اشخاصو د خصوصي حریم په‌برخه کې د اطلاعاتو د امنیت پر اهمیت، اطلاعاتي او ارتباطي سیسټمونو او په هر ډول شراېطو کې د اطلاعاتو د ساتلو پر لارو چارو بحث او خبرې‌اترې وکړې.

د دې سیمنیار یو تن ګډونوال نودا احمدزي په‌دې اړه وویل:« دا سیمینار زما له‌پاره ډېر ګټور و، ځکه په‌دې سیمینار کې ما ډېر مهم مسایل لکه، څنګه سایبري حملې زموږ پر شبکې اغېز کوي او د معنوي مالکیت غلاکول؛ زده کړل.»

نوموړي زیاته کړه، چې د یاد سیمینار د وړاندې کولو ډول خورا ښه و، استاد اتل د دې موضوع د بېلابېلو اړخونو په‌اړه هر اړخیز بحث وکړ، چې د ټولو محصلینو لپاره د درک وړ و.

د کاردان پوهنتون د سیسکو لابراتوار مسوول احمد عزیزي په‌دې تړاو وویل:« خوښ یم، چې آنلاین پروګرامونو په افغانستان کې ښه ځای‌ځایګی موندلی، زما له‌پاره دا یوه ښه تجربه وه او سیمینار هم په مسلکي ډول وړاندې شو. له ټکنالوژۍ او انټرنټ څخه په ګټنې کولای شو اطلاعاتو او ډیټا ته لاسرسی ومومو او ترڅنګ یې د دې اطلاعاتو محافظت او خوندي کول هم اړین دي.»

د اطلاعاتو امنیت هغه عمل دی، چې د اطلاعاتي خطرونو د کموالي له‌لارې د اطلاعاتو ساتنه کوي، او دا د اطلاعاتو د خطرونو مدیریت یوه برخه ده. دا اطلاعاتو ته د غیر مجاز لاسرسي شونتیا را کمه وي او یا هم له اطلاعاتو څخه د غیرقانوني ګټنې، د اطلاعاتو افشاکول، د ګډوډیو رامنځ‌ته کول، لرې کول، فساد، اصلاح، ارزونه، ظبط او یا هم د اطلاعاتو د ارزښت ټیټوالي مخنیوی دی.

د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ استاد او د دې سیمینار وړاندې کوونکی ذبیح‌الله اتل وايي، چې په‌دې آنلاین سیمینار کې له‌ محصلینو او د پوهنتونونو او بېلابېلو بنسټونو له متخصصینو سره بحث او د نظریو تبادل یوه ښه تجربه وه. په دې سیمینار کې د اطلاعاتو د امنیت د اهمیت، د اطلاعاتو د امنیت د تهدیدونو او زیانونو په اړه بحث او خبرې‌اترې وشوې. د دې ترڅنګ، د هغو تهدیدونکو لارو چارو په اړه، چې د مهمو اطلاعاتو د تهدید په اړه د دښمن له لوري عملي کېږي او پر دغو ننګونو او تهدیدونو د برلاسي ممکنو حل‌لارو په‌تړاو هم بحث وشو.

ښاغلي اتل وړاندې وویل:« زه د دې سیمینار د جوړېدو زمینې برابرولو له‌امله له کاردان پوهنتون او دغه راز د سمینار له ټولو ګډون‌والو او مینه‌والو څخه مننه کوم.»

کاردان پوهنتون تل د دا ډول روزنیزو سیمینارونو د جوړېدو له‌لارې جدي هلې‌ځلې کوي، چې د خپلو محصلینو علمي ظرفیتونه او د پوهې کچه لوړه او په حضوري او آنلاین ورته سیمینارونو کې د هغوی د ګډون آسانتیاوې برابرې کړي.