کاردان پوهنتون د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ د کرکټ سیالیو مالي ملاتړ کوونکی شو

کاردان پوهنتون د افغانستان له کرکټ بورډ سره د ۱۳۹۹ کال د مرغومي په ۲۲مه یو قرارداد لاسلیک کړ، چې پر بنسټ یې دا پوهنتون د افغانستان او آیرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو مالي ملاتړ کوونکی شو.

د یو ورځنیو لوبو دا لړۍ «د کاردان پوهنتون د اتلولۍ جام» تر نامه لاندې د سلواغې میاشتې په دویمه، پنځمه او اوومه نېټه د ابوظبۍ ښار په شیخ زاید کرکټ سټډیوم کې ترسره کېږي. کاردان پوهنتون د ملي اتلانو د لا هڅونې او نړیوالو لوبو ته د هغوی د ښه چمتووالي په موخه د یادو سیاليو مالي ملاتړ وکړ.

د هغه قرارداد له مخې چې د هېواد د کرکټ بورډ د اجراییه رییس رحمت الله قریشي او د کاردان پوهنتون د اجراییه رییس میرویس نهضت ترمنځ لاسلیک شو، دا سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا له لوري «د کاردان پوهنتون د اتلولۍ جام» تر نامه لاندې د عربي متحده امارتو په شیخ زاید کرکټ سټډیوم کې ترسره کېږي.

د کاردان پوهنتون اجراییه رییس ښاغلي میرویس نهضت د دې قرارداد د لاسلیک پرمهال وویل:« زموږ لپاره د ډېر ویاړ ځای دی، چې د افغانستان د او آیرلنډ ترمنځ د پنځوس آوریزو سیالیو د مالي ملاتړ قرارداد لاسلیکوو. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ملاتړ او د هېواد د بااستعدادو او باانګېزې ځوانانو هڅونه د کاردان پوهنتون له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.»

د هېواد د کرکټ بورډ اجراییه رییس رحمت الله قریشي وویل:« خوښ یو چې د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې د پنځوس آوریزو سیالیو د معیاري ترسره کېدو لپاره له کاردان پوهنتون سره همکاري کوو او د خوښۍ ځای دی، چې د دې پوهنتون له مشرتابه سره دې هوکړې ته ورسېدو چې له موږ سره مل شي. موږ د کاردان پوهنتون له رهبرۍ مننه کوو، چې په کرکټ پانګونه کوي او ژمن یو چې په راتلونکي کې هم خپلې همکارۍ جاري وساتو.»

د ویلو وړ ده، چې کاردان پوهنتون تر دې وړاندې هم په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مالي ملاتړ کړی دی.