د کتاب د نقد او ارزونې سیالۍ ګټونکي اعلان شول

د کاردان پوهنتون کتابتون، د ۱۳۹۹ کال د مرغومي په‌لسمه د کتاب د نقد او ارزونې سیالۍ ګټونکي د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان کړل. په دې مراسمو کې د کاردان پوهنتون د پوهنځیو رییسانو، استادانو او محصلینو ‌ګډون کړی وو.

د کتاب د نقد او ارزونې سیالي شاوخوا دوه میاشتې وړاندې جوړه شوې وه، چې د ګډونوالو له‌پاره خورا یوه ښه او عالي تجربه وه. د کاردان پوهنتون د بېلابېلو ډیپارټمنټونو ګڼ شمېر محصلینو په دې سیالۍ کې برخه اخیستې وه او د «ملتونه ولې ماتېږي» کتاب په اړه یې خپل نظرونه او لیکنې شریکې کړې.

د دې سیالۍ ګډونوالو لاندنیو مواردو ته په‌پام خپل نقدونه لیکلي وو:
• د نقد په سر کې د کتاب د عنوان او لیکوال پېژندنه
• د دې کتاب د ځانګړي اصالت، لیدلوري او نویو موضوعاتو سپړنه
• د جزییاتو پر ځای د کتاب د لنډیز وړاندې کول
• او په دې کتاب کې د خوښې‌وړ او ناخوښې موضوعاتو په‌تړاو بحث

پورتنیو مواردو ته په‌پام د یادې سیالۍ ژوري پلاوي د ۸۰ تنو ګډونوالو محصلینو له ډلې ۲۴ تنه د دې سیالۍ ګټونکي اعلان کړل. د یادو ۲۴ تنو محصلینو له مینځه د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ محصلې مهریه فنا لومړی او د تجارت ادارې محصلینو عصمت‌الله احمدزي او عبدالواسع همت په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه خپل کړل، چې په ستاینلیکونو او کتاب‌ټولګو باندې وستایل شول. د دې ترڅنګ، ۲۱ تنو نورو محصلینو ته هم ستاینلیکونه ورکړل شول.

د کاردان پوهنتون د کتابتون مسوول حامد سادات په دې اړه وویل:« خوښ یو، چې د محصلینو ترمنځ د کتاب‌لوستنې او نقد لیکلو کلتور د عامولو په موخه مو د کتاب د نقد او ارزونې سیالي جوړه کړه. دا پروګرام هم زموږ او هم د محصلینو لپاره یوه عالي تجربه وه.»

تر دې وړاندې د کاردان کتابتون له‌لوري محصلینو ته د کتاب د نقد او ارزونې په‌تړاو روزنیز سیمینار هم جوړ شوی و، څو په خپلو لیکنو کې له هغه ګټه واخلي او وکولای شي یو ښه نقد ولیکي.

د یادې سیالۍ ګډونوالو محصلینو د دا ډول علمي سیالیو له جوړېدو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده چې په راتلونکې هم د محصلینو د ظرفیت‌لوړونې په موخه ورته سیالۍ جوړې شي، څو د درسونو ترڅنګ هغوی وکولای شي له نصاب بهر کتابونه هم مطالعه او خپله د پوهې کچه لوړه کړي.

د کتاب نقد، د کتاب سپړنه، تفسیر او انتقادي تحلیل په بر کې نیسي. د کتاب نقد او ارزونه دغه راز د لیکوال او نورو مخاطبینو د کار او د کتاب ټولو برخو په‌اړه بحث کوي.

د دا ډول سیالیو جوړول زموږ له محصلینو سره مرسته کوي، چې د کتاب له نقد او ارزونې سره لا بلد او د لیکوالۍ مهارتونه یې پیاوړتیا ومومي. د دې ترڅنګ، دا ډول سیالي له محصلینو سره مرسته کوي، چې له نصاب بهر کتابونه هم مطالعه او خپله د پوهې کچه لوړه کړي.

کاردان پوهنتون تل هڅه کوي، چې د دا ډول پروګرامونو له لارې د محصلینو علمي ظرفیتونه لوړ او له دې لارې بېلابېل تحصیلي فرصتونه ورته رامنځ‌ته کړي.