د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصلینو له ملي شورا څخه لیدنه وکړه

د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصلینو د روان ۱۳۹۹ کال د مرغومي په دویمه، د یوه علمي سیر په‌ترڅ کې له ملي شورا څخه، چې مقننه قوه او په هېواد کې د قانون جوړونې عالي بنسټ هم ګڼل کېږي؛ لیدنه وکړه.

په دې علمي سیر کې د حقوقو پوهنځي د بېلابېلو سمسټرونو ۴۰ تنو محصلینو برخه اخیستې وه او د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې یې هم ګډون وکړ.

د دې علمي سیر آره موخه د ملي شورا له بېلابېلو برخو، جوړښت، دندو او صلاحیتونو او د عمومي غونډو د جوړېدو له څرنګوالي سره د محصلینو بلدتیا وه.

د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد احمد سالم عبدالله په دې اړه وویل:« له ملي شورا څخه لیدنه د قانون جوړونې د اصولو او په افغانستان کې د اساسي حقوقو مضمون لپاره د نظري زده کړو په څېر یې خپل اغېز درلود او په ټوله کې د محصلینو د عمومي معلوماتو د پیاوړتیا لپاره خورا ګټوره وه.»

د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ ملي شورا د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د قانون جوړونې رکن ګڼل کېږي او له همدې امله یې مقننه قوه هم بولي. دا شورا له دوو مجلسونو ولسي جرګې او مشرانو جرګې جوړه شوې، چې ولسي جرګه یې حد اکثر ۲۵۰ غړي او مشرانو جرګه یې ۱۰۲ غړي لري. د اساسي قانون له مخې ملي شورا تر ټولو لویه تقنیني مرجعې ګڼل کېږي او د افغانستان د ټولو وګړو استازیتوب کوي.

محصلینو د دې لیدنې په ترڅ کې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې هم ګډون وکړ او د بېلابېلو برخو د لیدنې ترڅنګ د دې شورا د عامه اړیکو څانګې محصلینو ته د شورا د دندو او صلاحیتونو په اړه بشپړ مالومات ورکړل.

د ملي شورا اداري جوړښت د دواړو مجلسونو له اداري پلاوو چې هر یو پنځه تنه غړي لري، د چارو د همغږۍ په موخه له دایمي او ځانګړو کمېسیونونو او د هر مجلس د دارالانشا له ریاست څخه جوړ شوی دی.

د قوانینو تصویب، لغو او تعدیل، د ملي بودیجې تصویب، د هوکړه لیکونو تصدیق، د اداري واحدونو رامنځته کول او لغوه کول، د بېلابېلو پروګرامونو تصویبول، د خلکو استازیتوب او د حکومت پر کړنو نظارت د اساسي قانون له مخې د ملي شورا مهمې دندې ګڼل کېږي.

د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصل احمد رشاد امیري په دې اړه وویل:« له حقوقو پوهنځي څخه ځانګړې مننه کوو، چې له ملي شورا څخه د لیدنې زمینه یې برابره کړه، دې علمي سیر د عملي درسونو په برخه کې له موږ سره ډېره مرسته وکړه.»

د یاد علمي سیر ګډونوالو محصلینو د دا ډول پروګرامونو جوړول د هغوی د معلوماتو د ډېرولو په برخه کې مهم وبلل او هیله یې وښوده، چې په راتلونکي کې هم د ورته پروګرامونو د جوړولو آسانتیاوې ورته برابرې شي.

کاردان پوهنتون تل هڅه کوي، چې محصلینو ته د هغوی د تحصیلي څانګو مطابق د عملي زده کړو او له بېلابېلو ادارو څخه د لیدنو کتنو آسانتیاوې برابرې کړي.