له آریانا نړیوال تلوېزیون څخه د ژورنالېزم څانګې د محصلینو لیدنه

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او اړیکو څانګې د درېیم سمسټر محصلینو له رسنیز چاپېریال سره د بلدتیا په موخه د روانې تلې میاشتې په ۱۹ مه د آریانا نړیوال تلوېزیون او آریانا راډیو له تخنیکي برخو او د تولیدي، خبري او سیاسي پروګرامونو له سټډیوګانو څخه لیدنه وکړه.

له محصلینو سره په دې لیدنه کې د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او اړیکو څانګې آمر میر محمد صدیق ذلیق، د کاردان پوهنتون د روزنیزې سټډیو مسوول اجمل غفوري او د آریانا نړیوال تلوېزیون عمومي رییس خوشال آصفي مله وو.

ښاغلي آصفي محصلینو ته د آریانا تلوېزیون بېلابېلې برخې معرفي کړي او دغه راز یې د خبریالۍ د مسلک او په راډیو او تلوېزیون کې د خبرونو او پروګرامونو د ثبت او نشر په تړاو مهمې څرګندونې وکړې. ددې ترڅنګ، نوموړي د یادې رسنۍ د اداري او تخنیکي برخو په اړه هم محصلینو ته اړین مالومات ورکړل.

د یاد علمي سیر د ګډونوالو محصلینو له ډلې یو تن د دې لیدنې د اغېز او اهمیت په اړه وویل: «موږ په درسي مضامینو کې د یوه پروګرام د ثبت او خپراوي په اړه مطالعه کوو، خو په علمي سیر کې د هغه په اړه په عملي ډول مالومات ترلاسه کوو او له رسنیز چاپېریال سره بلدتیا مومو. دا لیدنې له موږ سره د عملي زده کړو په ترلاسه کولو کې خورا مرسته کوي.»

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او اړیکو څانګې آمر میر محمد صدیق ذلیق د دې لیدنې د اهمیت په تړاو وویل: «د محصلینو لپاره د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې د ژورنالېزم ډیپارټمنټ یو له اهدافو څخه ګڼل کېږي، له همدې امله د هغوی لپاره له معتبرو تصویري او غږیزو رسنیو څخه د لیدنې کتنې آسانتیاوې برابرو.»

د دې لیدنې په ترڅ کې محصلینو په رسنیو کې د کاري څرنګوالي، د خبر لیکلو او تلوېزیوني پروګرامونو د تولید په اړه یو لړ پوښتنې هم مطرح کړې، چې د آریانا تلوېزیون د مسوولینو له لوري ځواب شوې.

علمي سیر د تدریس یو له ګټورو مېتودنو څخه ګڼل کېږي. کاردان پوهنتون له همدې امله تل هڅه کوي، چې خپلو محصلینو ته د تیوري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي، څو هغوی وکولای شي، د نظري زده کړو د عملي چاپېریال په اړه هر اړخیز مالومات ترلاسه کړي.