د کاردان پوهنتون د محصلینو د بریا مرکز ویاړي، چې د ۱۳۹۸ کال د خزاني سمسټر د نویو شاملو شویو محصلینو لپاره یې د ښهراغلاست اونۍ پروګرام تر سره کړ.
په دې پروګرام کې د اکاډمیکې لیکوالۍروزنه، د کارموندنې مهارتونو سیمینار، د محصلینو د ټولنو معرفي، د اکاډمیکو موخو لپاره د انګلیسي ژبې د اساساتو پروګرام، د کاردان پوهنتون د بېلابېلو برخو لیدنه او دوستانه ورزشي لوبې شاملې وې.
د ښهراغلاست اونۍ په پیل کې شاملو شویو محصلینو د وږي په ۳۰ او ۳۱ مه نېټه د کاردان پوهنتون بېلابېلې برخې او د پوهنتون آسانتیاوې او امکانات لهنژدې ولیدل او له استادانو، کارکوونکو او افتخاري سفیرانو سره یې پېژندګلوي همحاصله شوه.
د تلې میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه بیا محصلینو د آکاډمیکې لیکوالۍ په روزنیز پروګرام کې برخهواخیسته او د علمي او څېړنیزې لیکوالۍ سمې لارېچارې یې زده کړې. هغوی ته وښودل شول، چې څنګه د زدهکړو پر مهال نوټواخلي او له هر ډول تېروتنو پرته علمي مقالې ولیکي.
د آکاډمیکې لیکوالۍ تر روزنې وروسته محصلینو د همدې میاشتې په درېیمه او څلورمه نېټه د کارموندنې مهارتونو په دوه ورځني سیمینار کې همګډون وکړ او د سي.وي، کاري مرکې او کارغوښتنلیک برابرولو په اړه یې مهممالومات ترلاسهکړل.
تر روزنیزو پروګرامونو وروسته نویو شاملو شویو محصلینو یو لړ دوستانه ورزشي لوبې همترسره او له یو بل سره لا ډېر آشنا شول. د تلې پر دویمه د محصلینو ترمنځ د فوټبال، پر درېیمه د والیبال او پر څلورمه د کرکټ سیالۍوشوې. د دغو سیالیو موخه د کاردان پوهنتون ورزشي ټولنو ته د نویو محصلینو لهمینځه د غوره څېرو ټاکل دي.
د خزاني سمسټر ډېری نویو محصلینو د ښهراغلاست اونۍ، له کاردان پوهنتون سره د لا ډېرې آشنايي یوه زرینهموکه وبلله او د یادو پروګرامونو د جوړېدو له امله یې د محصلینو د بریا لهمرکز څخه مننه وکړه، زیاته یې کړه: «د ښهراغلاست اونۍ په ترڅ کې موږ له کاردان پوهنتون سره په ښهډول آشنا شوو او تر ډېره مو د دې اونۍ په روزنیزو پروګرامونو کې داسې څه زدهکړل، چې پخوا پرې نه پوهېدو. ویاړو، چې کاردان پوهنتون مو د خپلو لوړو زدهکړو لپاره ټاکلی دی».
د کاردان پوهنتون د محصلینو د ګډون او پروګرامونو دفتر مسوول ښاغلي اجمل نبيزاده د کاردان پوهنتون په استازيتوب ټولو محصلینو ته د نوې تحصیلي دورې د پیل مبارکي وویله او د ښهراغلاست اونۍ د روزنیزو او ورزشي پروګرامونو د بریالي پای ته رسېدو له امله یې خوښيوښوده. هغه دغهراز، په یادو پروګرامونو کې د فعال ګډون له امله د ټولو نویو شاملو شویو محصلینو قدردانی هموکړه.
د یادونې وړ ده، چې د ښهراغلاست اونۍ په وروستۍ ورځ مینهوالو محصلینو د اکاډمیکو موخو لپاره د انګلیسي ژبې په اساساتو پروګرام کې نوملیکنه وکړه. په دې پنځهاونیز پروګرام کې محصلین د خبرو کولو، نوټلیکنې، له علمي سرچینو د ګټې اخیستنې او د ویلو، لیکلو او د انګلیسي ژبې د یو شمېر نورو مهمو اړخونو په تړاو اړینهروزنه ترلاسه کړي.
د کاردان پوهنتون د مشرتابهپلاوی یو ځل بیا خپلو ټولو نویو محصلینو ته ښهراغلاست وايي او ډاډ ورکوي، چې د هغوی د ودې او پرمختګ لپاره به هېڅراز هلېځلې ونه سپموي.