د اقتصاد پوهنځي محصلینو له کرون پلاستیکي شرکت څخه لیدنه وکړه

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو د روان ۱۳۹۹ کال د لړم په ۱۴مه، د پلاستیکي تولیداتو له شرکت کرون څخه د یوه علمي سیر په ترڅ کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې محصلینو ته د پلاستیکي توکو د تولیداتو د څرنګوالي، اومه موادو، پروسس او کیفیت په تړاو هر اړخیز مالومات ورکړل شول. د اقتصاد پوهنځي استاد قسیم ایاز او د یاد شرکت د تولید پروسس انجنیر هارون په دې علمي سیر کې له محصلینو سره مله وه او د بېلابېلو برخو په اړه یې مالومات ورکړل.

د دې علمي سیر مهمې موخې د محصلینو د علمي ظرفیتونو لوړول، د پلاستیکي توکو د تولید څرنګوالی، د تلپاتې پراختیا پر وړاندې د کارکوونکو مسوولیتونه، پاک چاپېریال او اړوند نورو موضوعات وو.

کاردان پوهنتون د دا ډول روزنیزو سیمینارونو د جوړېدو له لارې هڅه کوي، چې په هېواد کې د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو ته د لاسرسي آسانتیاوې برابرې او له دې لارې د پوهاوي کچه هم لوړه کړي. دا د کاردان پوهنتون د محصلینو، استادانو، ټولنې او راتلونکو بریالیتوبونو او د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ د ۲۰۲۱ کال د نړیوالې درجه بندۍ لپاره خورا مهم دي.

په کاردان پوهنتون کې د تلپاتې پراختیايي چارو په اړه د نورو مالوماتو لپاره دې لینک ته ورشئ: www.kardan.edu.af/sustainability