کاردان پوهنتون له مثبت نسل او ځوانو مفکرانو ټولنې سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کاردان پوهنتون د روان ۱۳۹۹ کال د لړم په ۱۵مه، له مثبت نسل او د ځوانو مفکرانو له ټولنې سره د همکاریو دوه جلا هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د دې هوکړه لیکونو د لاسلیک موخه د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو په ځانګړي ډول د څلورم (باکیفیته زده کړو) او ۱۷م هدف (د اهدافو لپاره مشارکت) د بنسټیز کېدو په برخه کې له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د کاردان پوهنتون د همکاریو پراختیا ده.

د ځوانو متفکرانو ټولنه د یوه خپلواک بنسټ په توګه په ځوانانو کې د رهبرۍ مهارتونو د پیاوړتیا او ظرفیت لوړونې په برخه کې کار او فعالیت کوي. دا ټولنه په بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو کې د ځوانانو د مشارکت او له پولو هاخوا د ځوانانو د نظریو او پوهې د شریکولو او پر یوه نړیوال بامسوولیت اوسېدونکي د بدلېدو لپاره د ځوانانو شبکې رامنځته کوي.

د کاردان پوهنتون اجراییوي رییس ښاغلي میرویس نهضت د دې هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال وویل:« له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو پراختیا د کاردان پوهنتون د سټراټیژیک پلان په لومړیتوبونو کې ځای لري. دا له موږ سره مرسته کوي، چې د لوړوالي پر لیدلوري او د همکاریو پر چارچوکاټ متمرکز شو، کوم چې له کاردان پوهنتون سره د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو خوار اغېزناک او ګټور تمامېدای شي.»

کاردان پوهنتون له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو د پراختیا له لارې هڅه کوي، چې په هېواد کې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو بنسټیز کېدو ته زمینه برابره کړي او له دې لارې د پوهاوي کچه هم لوړه کړي. دا د کاردان پوهنتون د محصلینو، استادانو، ټولنې او راتلونکو بریالیتوبونو لپاره خورا مهم دي.
په کاردان پوهنتون کې د تلپاتې پراختیايي چارو په اړه د نورو مالوماتو لپاره دې لینک ته ورشئ: www.kardan.edu.af/sustainability