د ملګرو ملتونو د اتم تلپاتې پراختیايي هدف په تړاو د سمپوزیم جوړېدل

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي، د ملګرو ملتونو د اتم تلپاتې پراختیايي هدف: مناسب کار او اقتصادي ودې په اړه سمپوزیم جوړ کړ. یاد سمپوزیم د روان کال د لړم میاشتې په اوومه د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی و.

په سمپوزیم کې تر ډېر د ملګرو ملتونو د یاد هدف د ترلاسه کولو پر څرنګوالي ټینګار کېده، کوم چې د دولتونو، پوهنتونونو، محصلینو، مدنې ټولنې او اړوندو نورو ادارو ګډو هلو ځلو ته اړتیا لري.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د اقتصاد وزارت سلاکار او ویاند سهراب بهمن په یاد پروګرام کې د ګډون ترڅنګ د SDG8 د ترلاسه کولو څرنګوالي په تړاو هر اړخیزه مالوماتي وینا وکړه. هغه څرګنده کړه، چې ټول په ځانګړي ډول محصلین د دې ماموریت د ترلاسه کولو پر وړاندې مسوولیت لري.

ښاغلي بهمن زیاته کړه، چې پر کارموندونکو له بدلېدو سره کولای شو پر مناسب کار د پام وړ اغېز ولرو. دولتي سکټور په یوازې توګه نشي کولای د یاد هدف ترلاسه کول ممکن کړي؛ بلکې د خصوصي سکټور پراخ ملاتړ د دې هدف په ترلاسه کولو کې د خورا اهمیت وړ دی.

د دې ترڅنګ، د یاد سمپوزیم په لړ کې د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو ساجدې محمد طیب، رفیق مخلص او جوهر مسودي د ملګرو ملتونو د اتم تلپاتې پراختیايي هدف په اړه خپلې لیکې مقالې وړاندې کړې.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد یو تن محصل اظهار په دې اړه وویل:« په هېواد کې د پراخې بېکارۍ له مهمو دلاېلو څخه د پوهنتونونو د تحصیلي نصاب او کار بازار د اړتیاوو ترمنځ د مطابقت نشوالی دی. دا بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري، څو په هېواد کې د بېکارۍ کچه را ټیټه کړي.»

د اقتصاد پوهنځي استاد ښاغلي مسودي بیا د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:« کاردان پوهنتون د هرو پنځو کلونو په لړ کې د کار بازار د اړتیاوو پر بنسټ د خپل تحصیلي نصاب بیا کتنه کوي او له محصلینو سره په دې رقابتي بهیر کې د کار بازار د مهارتونو او لازمې پوهې په ترلاسه کولو کې اړینه همکاري کوي.»

کاردان پوهنتون د دا ډول علمي پروګرامونو د جوړېدو له لارې هڅه کوي، چې په هېواد کې د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو ته د لاسرسي آسانتیاوې برابرې او له دې لارې د پوهاوي کچه هم لوړه کړي. دا د کاردان پوهنتون د محصلینو، استادانو، ټولنې او راتلونکو بریالیتوبونو او د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ د ۲۰۲۱ کال د نړیوالې درجه بندۍ لپاره خورا مهم دي.

په کاردان پوهنتون کې د تلپاتې پراختیايي چارو په اړه د نورو مالوماتو لپاره دې لینک ته ورشئ: www.kardan.edu.af/sustainability