د رضاکارانه فعالیتونو او د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو په اړه آنلاین مالوماتي ناسته

کاردان پوهنتون د ملګرو ملتونو د رضاکارانو ټولنې (UNV) په همکارۍ د رضاکارانه فعالیتونو او د ملګرو ملتونو د پراختيايي اهدافو د بنسټیز کېدو په موخه د ۱۳۹۹ کال د لړم په لومړۍ نېټه محصلینو ته آنلاین مالوماتي ناسته جوړه کړه.

په دې مالوماتي ناسته کې د ملګرو ملتونو د رضاکارانو ټولنې، اقتصاد وزارت، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازو او د کاردان پوهنتون د SDGs ځوانو سفیرانو برخه اخیستې وه. په دې ناسته کې یادو استازو پر دې بحث وکړ، چې د SDGs ځوان سفیران څنګه د ملګرو ملتونو له استازولیو سره رضاکارانه فعالیتونه ترسره کړي او په افغانستان کې د یادو اهدافو د بنسټیز کېدو او پلي کېدو په موجودو فرصتونو کې برخه اخیستلای شي.

د کاردان پوهنتون د دفتر رییس ښاغلي محمد ظاهر ایوبي د ناستې په پیل کې ګډونوالو ته ښه راغلاس ووایه او د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو په برخه کې د دې پوهنتون د لاسته راوړنو او په دې تړاو د ملي کنفرانس د جوړېدو په اړه مالومات وړاندې کړل. ښاغلي ایوبي په افغانستان کې د یادو اهدافو د ترلاسه کېدو په برخه کې له انجیوګانو سره پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ. نوموړي دغه راز د ملګرو ملتونو له رضاکارانو ټولنې مننه وکړه، چې د کاردان پوهنتون محصلین او فارغان یې له دې ټولنې سره د رضاکارانو په توګه ثبت کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رضاکارنو ټولنې همغږي کوونکي اجمل فېروز ځلاند وویل:« د ملګرو ملتونو د رضاکارنو ټولنې دننه د تخنیکي سرچینو د تامین او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یادو اهدافو د پلي کېدو لپاره موږ اړ یو، چې د لوړو زده کړو له بنسټونو لکه کاردان پوهنتون سره خپلې همکارۍ پراخې کړو.»

کاردان پوهنتون له ملي او نړیوالو بنسټونو سره په ګډه کار کوي، چې تلپاتې والي او د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو ته په تدریس، څېړنو او نورو اړوندو چارو کې ځای ورکړي او په دې تړاو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي. دا د کاردان پوهنتون د محصلینو، استادانو، ټولنې او راتلونکو بریالیتوبونو او د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ د ۲۰۲۱ کال د نړیوالې درجه بندۍ لپاره خورا مهم دي.