د کاردان پوهنتون د SDGs د ځوانو سفیرانو ټولنې ته مالوماتي ناسته جوړه شوه

د ملګرو ملتونو له تلپاتې پراختیايي اهدافو SDGs سره د محصلینو د لا آشنايي په موخه د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیا دفتر د یادو اهدافو په تړاو مالوماتي ناسته جوړه کړه. دا ناسته د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۲۲ مه د کاردان پوهنتون په پروان دو څانګه کې جوړه شوې وه.

د کاردان پوهنتون د SDGs د ځوانو سفیرانو ټولنه کې د پوهنتون د لیسانس او ماسټري د بېلابېلو ډیپارټمنټونو شاوخوا ۳۰ تنه محصلین غړیتوب لري. د یادې ټولنې غړیو د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو په تړاو هر اړخیز مالومات ترلاسه کړل او ژمن شول، چې د کاران پوهنتون دننه او بهر د SDGs سفیران واوسي.

د دې مالوماتي ناستې موخه د یادې ټولنې غړیو ته د SDGs او تلپاتې والي د بنسټیز کېدو په اړه د هر اړخیزو مالوماتو ورکول و، څو هغوی له دې لارې خپل ټولګیوال، ملګري، کورنۍ او ټولنه د تلپاتې پراختیا اهدافو پلې کېدو کې ونډې اخیستلو ته وهڅوي.

د کاردان پوهنتون د SDGs د ځوانو سفیرانو ټولنې غړیو د یادو اهدافو د پلي کېدو په برخه کې خپلې نظریې شریکې کړي او له پوهنتون بهر د دې موخو د پلي کېدو لپاره یې نوښتیزې لارې چارې وړاندې کړې.

د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیا دفتر مسوول محمد شمس فرملي وايي:« موږ ژمن یو، چې د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهداف په خپلو ټولو اړوندو برخو په ځانګړي ډول د محصلینو چارو کې د ملګرو ملتونو د رضاکارانو بنسټ او نورو نړیوالو بنسټونو په همکارۍ بنسټیز کړو. د ملګرو ملتونو د رضاکارانو بنسټ استازي به د یادې ټولنې غړیو ته د SDGs په اړه روزنیز پروګرامونه جوړ کړي، څو له دې لارې هغوی د SDGs متخصصین شي.»

د ناستې په پای کې د SDGs د ځوانو سفیرانو ټولنې اوو تنو غړو د ټولنې د استازولۍ لپاره خپل ځانونه نوماند کړل او د خپلو لاسته راوړنو، مشرتابه مهارتونو او رضاکارانه فعالیتونو په اړه یې خبرې وکړې او خپل پروګرامونه یې وړاندې کړل. وروسته د یوې رڼې پروسې له لارې دوه تنه د یادې ټولنې استازي غوره شول، چې ژر به د ملګرو ملتونو د رضاکارانو ټولنې ته معرفي او د SDGs په اړه به هر اړخیز روزنیز پروګرامونه ترلاسه کړي.