د کاردان پوهنتون اجراییه رییس د تلپاتې پراختیا د حل لارو شبکې په پرانیست‌غونډه کې ګډون وکړ

د کاردان پوهنتون اجراییه رییښ ښاغلي میرویس نهضت د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۱۶ مه د افغانستان د تلپاتې پراختیا د حل لارو شبکې (SDSN) د مشرتابه شورا په پرانېست غونډه کې ګډون وکړ.

د یادې شبکې د مشرتابه شورا د پوهاوي کچې د لوړولو، ښکېلو نوښتونو، د افغانستان ښوونه او روزنه او نورو اړوندو لارو پرمټ د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو پرمختګ ته زمینه برابروي. دا شبکه دغه را په افغانستان کې د یادو اهدافو د ډیزاین، پلي کولو او ارزولو په اړه حل لارې هم وړاندې کوي.

دا شبکه له دولت، خصوصي سکټور او مدني ټولنې څخه متخصصین، مشران او تصمیم نیوونکي راټولوي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو لپاره د یوه همغږي، منسجم او واحد چلند زمینه برابروي.

د غونډې په بهیر کې ټولو ګډونوالو د SDGs د پیاوړتیا لپاره پر همغږۍ، له هغې ډلې د یادو موخو د مالي چارو، په یادو موخو کې د پوهنتونونو د ښکېلتیا او د دې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له مخکښو ملي او نړیوالو بنسټونو سره د ګډې همکارۍ پر بنسټ ایښودلو ټینګار وکړ.

کاردان پوهنتون له ملي او نړیوالو بنسټونو سره په ګډه کار کوي، چې تلپاتې والي او د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي موخو SDGs ته په تدریس، څېړنو او نورو اړوندو چارو کې ځای ورکړي او په دې تړاو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي. دا د کاردان پوهنتون د محصلینو، استادانو، ټولنې او راتلونکو بریالیتوبونو لپاره خورا مهم دي.

کاردان پوهنتون دغه راز ویاړي، چې د افغانستان د لومړني خصوصي بنسټ په توګه د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ له لوري د ملګرو ملتونو په تلپاتې پراختیايي موخو کې د ونډې اخیستلو له امله په نړیواله درجه بندۍ کې شامل شو. دا پوهنتون د دې ترڅنګ په افغانستان کې د SDGs د پلي کېدو په برخه کې د SDSN او PRME غړی او د افغانستان اسلامي جمهوریت د اقتصاد وزارت سټراټیژیک همکار دی.