کاردان پوهنتون د SDGs د ځوانو سفیرانو ټولنه پرانېستله

کاردان پوهنتون د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو SDGs د ځوانو سفیرانو ټولنه پرانېستله. دا ټولنه د ملګرو ملتونو یادو موخو ته د رسېدو په برخه کې د کاردان پوهنتون د تعهد پر بنسټ او په دې پوهنتون او له هغه بهر د تلپاتې والي کلتور د پیاوړتیا په موخه رامینځته شوې ده.

یاده ټولنه د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۱۵ مه، د کاردان پوهنتون په ماسټري څانګه کې پرانېستل شوه او ټولو غړیو یې په کتبي ډول ژمنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي موخو ته د رسېدو په برخه کې به په ملي او نړیوالو پروګرامونو او فعالیتونو کې فعاله ونډه اخلي.

د پوهنتون د بېلابېلو ډیپارټمنټونو ۳۰ تنو رضاکارو محصلینو د دې ټولنې غړیتوب ترلاسه کړی، څو په دې تړاو پروګرامونو کې فعالانه ونډه واخلي او د پوهنتون د نورو محصلینو، کورنیو او ټولنې لپاره د SDGs سفیران واوسي.

دا ټولنه د کاردان پوهنتون د تلپاتې والي اجنډا ته د پراختیا ورکولو په موخه په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو پر څلورو تلپاتې پراختیايي اهدافو له هغې ډلې د بې وزلۍ د له مینځه وړلو (SDG 1)، باکیفیته زده کړو (SDG 4)، مناسب کار او اقتصادي پیاوړتیا (8 SDG) او د اهدافو لپاره مشارکت (SDG 17) باندې د تمرکز لپاره طرحه شوې ده.

د یادې ټولنې غړي به په افغانستان کې د تلپاتې پراختیايي اهدافو د پلي کېدو په موخه د ملګرو ملتونو د رضاکارو له ټولنې او د کاردان پوهنتون له سټراټیژیکو شریکانو سره ګډ کار کوي. دوی دغه راز د یادو اهدافو په ځانګړي ډول د څلورم هدف د ترلاسه کولو لپاره له یلدا حکیمي بنسټ سره د ګډو همکاریو فرصت هم لري.

د کاردان پوهنتون اجراییه رییس ښاغلي میرویس نهضت د یادې ټولنې د جوړېدو په اړه وویل:« خوښ یو، چې په کاردان پوهنتون کې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو د ځوانو سفیرانو ټولنه په دې برخه کې د پوهاوي کچې د لوړولو او د چارو د چټکتیا په موخه پرانېزو. زموږ محصلین تغییر راوړونکي دي او موږ د یوې باثباته ټولنې د درلودلو لپاره پر هغوی باندې تکیه کوو.»

کاردان پوهنتون له ملي او نړیوالو بنسټونو سره په ګډه کار کوي، چې تلپاتې والي او د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي موخو SDGs ته په تدریس، څېړنو او نورو اړوندو چارو کې ځای ورکړي او په دې تړاو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي. دا د کاردان پوهنتون د محصلینو، استادانو، ټولنې او راتلونکو بریالیتوبونو لپاره خورا مهم دي.