د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو په تړاو روزنیز ناسته جوړه شوه

د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیا دفتر، د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو SDGs په تړاو روزنیزه ناسته جوړه کړه.
دا ناسته د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۱۳ مه د تایمني څانګې کنفرانس خونه کې جوړه شوې وه، چې آره موخه یې د SDGs په اړه د پوهاوي کچې لوړول دي.

د کاردان پوهنتون د بېلابېلو برخو اداري کارکوونکو په دې مالوماتي ناسته کې برخه اخیستې وه او د یاد موضوع په تړاو یې هر اړخیز مالومات ترلاسه کړل.

د کاردان پوهنتون د تلپاتې دفتر، په دې ناسته کې څرګنده کړه چې تلپاتې والی او SDGs څنګه له کاردان پوهنتون سره مرسته کولای شي، چې په ټولنه کې غوره اوسي. کاردان پوهنتون د ملګرو ملتونو د ۱۷ پراختیايي موخو له ډلې پر څلورو هغو (لومړۍ موخه: له بې وزلۍ پرته، څلورمه موخه: باکیفیته زده کړې، اتمه موخه: مناسب کار او اقتصادي وده او اولسمه موخه: د اهدافو لپار ګډ کار) تمرکز کوي.

په کاردان پوهنتون کې موږ له ملي او نړیوالو بنسټونو سره په ګډه کار کوو، څو تلپاتې والي او د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي موخو SDGs ته په تدریس، څېړنو او نورو اړوندو چارو کې ځای ورکړو او په دې تړاو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړو. دا زموږ د محصلینو، استادانو، ټولنې او راتلونکو بریالیتوبونو لپاره خورا مهم دي.