د لوړو زده کړو سکټور کې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو د ادغام آنلاین سیمینار

د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر مدیر محمد امین حکیمي د لوړو زده کړو سکټور کې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو د ځای پر ځای کولو په تړاو جوړ شوي آنلاین سیمینار کې برخه واخیسته.

دا سیمینار د ۱۳۹۹ کال د تلې په اتمه نېټه د «لوړو زده کړو راتلونکی: په لوړو زده کړو کې د SDGs ادغام» تر سرلیک لاندې په آنلاین بڼه جوړ شوی و.

په دې غونډه کې تر ډېره د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو په پلي کېدو کې د پوهنتونونو د ونډې او پر ټولنې د هغو د اغېزو په تړاو بحث او خبرې اترې وشوې. د یادو موخو په پلي کېدو کې دغه راز د یونسکو پر ونډې او د دې بنسټ د پنځو مهمو لومړیتوبونو پر پلي کېدو باندې هم ټینګار وشو.

ښاغلي حکیمي وویل:« په دا ډول آنلاین سیمینارونو کې برخه اخیستل خورا ګټور دي. زه له خپلو ټولو همکارانو په کلکه غواړم، چې په هغو کې برخه واخلي؛ تر څو له پوهنتون سره د سږني کال د SDGs اړوند ډیټا او مالوماتو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي. دا له کاردان پوهنتون سره مرسته کوي، چې د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ د ۲۰۲۱ کال د اغېز په نړیواله درجه بندۍ کې د نړۍ د غوره پوهنتونونو په ډله کې را څرګند شي.»

په کاردان پوهنتون کې موږ له ملي او نړیوالو بنسټونو سره په ګډه کار کوو، څو تلپاتې والي او د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي موخو SDGs ته په تدریس، څېړنو او نورو اړوندو چارو کې ځای ورکړو او په دې تړاو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړو. دا زموږ د محصلینو، استادانو، ټولنې او راتلونکو بریالیتوبونو لپاره خورا مهم دي.