د ملګرو ملتونو د نهم او اولسم تلپاتې پراختیايي موخو په تړاو علمي کنفرانس جوړ شو

د محمود طرزي فکري بنسټ د ۱۳۹۹ کال د وږي په ۱۷ مه « د افغانستان سیمه ییزه سوداګري او ټرانزیټ: فرصتونه او ننګونې» تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو نهم SDG9 او اولسم SDG17 پراختیايي اهدافو ته په پام علمي کنفرانس جوړ کړی و.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ آمر او د اقتصادي چارو کارپوه قیس محمدي په یاد علمي کنفرانس کې د افغانستان د جیو سټراټیژیک موقعیت د اهمیت، سیمه ییزې سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه خپل پرزنټېشن وړاندې کړ.

ښاغلي محمدي وویل:« له ۲۰۱۴ کال وړاندې جوړې شوې داخلي پالیسۍ له اقتصاد بازار سره په مطابقت نه دي چمتو شوي او یووالي ته اړتیا لري. د حکومت له لوري د وړې کچې سوداګرۍ نه ملاتړ او د سوداګرۍ لپاره د پراخ لید نه‌شتون د هېواد د اقتصادي ودې پر وړاندې نورې ننګونې دي. د دې ترڅنګ، د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې لپاره ځینې ننګونې د هېوادونو ترمنځ ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.»

ښاغلي محمدي زیاته کړه، په سیمه کې تر چین وروسته افغانستان تر ټولو ډېر ګاونډیان لري، چې کولای شي د سیمې هېوادونو په نښلولو کې مهم رول ولوبوي. د سړکونو خراب زېربینايي حالت، په سیمه کې د رېل پټلۍ نامنظم لېږد را لېږد، امنیتي ستونزې او د افغانستان صعب العبوره غرونه د سیمې د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې نورې ننګونې دي.

په کاردان پوهنتون کې موږ له ملي او نړیوالو بنسټونو سره په ګډه کار کوو، څو تلپاتې والي ته په تدریس، څېړنو او نورو اړوندو چارو کې ځای ورکړو او په دې تړاو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړو.