د یوې بریالۍ کاري مرکې په تړاو د روزنیز ورکشاپ جوړېدل

د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر د دې پوهنتون د بېلابېلو تحصیلي څانګو محصلینو ته د کاري مرکې په تړاو یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

په یاد ورکشاپ کې محصلینو ته په عملي ډول د کاري مرکې د مهمو تخنیکونو او دا چې څنګه د مرکې پر مهال پوښتونو ته په ښه ډول ځواب ووايي او د خپلې خوښې وړ دنده ترلاسه کړي؛ مالومات ورکړل شول. په ورکشاپ کې محصلینو ته په عملي ډول د کاري مرکې څرنګوالی د تمثیل، ویډیو او بحث او خبرو اترو له لارې وښوول شو.

د کاردان پوهنتون محصله مرضیه یګانه چې په یاد ورکشاپ کې یې ګډون کړی و، دا د محصلینو د عملي وړتیاو د لوړولو په برخه کې یو ارزښتناک ګام بولي او یادونه کوي، چې په دې روزنیز ورکشاپ کې یې د کاري مرکې د بېلابېلو مهمو تخنیکونو په اړه خورا ګټور مالومات ترلاسه کړل.

دا روزنیز ورکشاپ په ټوله کې د هغو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې د کاري فرصتونو په لټه کې دي او ترڅنګ یې غواړي په بېلابېلو برخو کې مسلکي پرمختګ وکړي.

د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو د فتر د خپلو ځانګړو پروګرامونو او روزنیزو ورکشاپونو پرمټ هڅه کوي، چې د دې پوهنتون محصلین او فارغان په لنډ ممکن وخت کې خپلو کاري موخو ته ورسوي او په یاده برخه کې د هغوی مسلکي مهارتونو ته په ښه ډول وده او پراختیا ورکړي.