د مېرمنو لپاره د تحصیلي صندوق په تړاو مالوماتي ناسته جوړه شوه

کاردان پوهنتون د دوشنبې په ورځ (۷ تله ۱۳۹۹) د مېرمنو لپاره د تحصیلي صندوق په اړه مالوماتي ناستې جوړه کړه. دا ناسته د کاردان پوهنتون د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې ماسپښین دوه بجې د یادو بورسیو د لسګونو مینه والو په ګډون جوړه شوې وه.

د دې ناستې آره موخه د یادو بورسیو د نوم لیکنې پروسې او معیارونو په تړاو ښځینه محصلینو ته بشپړ او هر اړخیز مالومات ورکول و.

د مېرمنو لپاره د تحصیلي بورسیو صندوق (WSE)، د ساینس، ټکنالوژۍ، انجنیرۍ، ریاضیاتو (STEM) او دې ورته نورو مضامینو کې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په برخه کې له افغان مېرمنو سره د مرستې او همکارۍ په موخه جوړ شوی دی.

په یادو برخو کې لوړې زده کړې ښايي، د کار پر وړاندې شته خنډونه له مینځه یوسي، د هغوی عاېد لوړ او په کورنیو، ټولنو او عامه او خصوصي دواړو سکټورنو کې د هغوی د مشرتابه مهارتونه پیاوړي کړي.

یاد صندوق ښځینه محصلینو ته د فیس او تحصیلي لګښتونو په برخه کې بورسیې ورکوي او ټولې نجونې زده کوونکې، چې د افغانستان په هر خصوصي او یا دولتي پوهنتون کې زده کړې کوي؛ د یادو بورسیو پر شراېطو برابرې دي.

مېرمنو ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې پروګرام مدیره میترا مهران وايي:« د مېرمنو لپاره د تحصیلي بورسیو صندوق د امریکا متحده آیالتونو د پرمختیايي ادارې USAID له لوري تمویل کېدونکې اوږدمهاله پروژه ده، چې موخه یې په STEM او ورته نورو برخو کې لوړو زده کړو ته د مېرمنو هڅول دي. د دې کار موخه داده، چې په یادو تحصیلي برخو کې لږ ښځینه متخصصینې موجودې دي، خو بل لوري ته بیا د کار بازار اړتیاوې ډېرې دي.»

کاردان پوهنتون په کابل کې د یاد صندوق همکار پوهنتون دی او باوري دی، چې ښځینه محصلینې به د غوښتنلیک د سپارلو له پروسې سره په ښه ډول آشنا او د یوه خپلواک او بریالي شخص د جوړېدو او په ټولنه کې د مثبت اغېز درلودلو په موخه به د لوړو زده کړو له دې استثنايي فرصت څخه په ښه ډول ګټه واخلي.

د بشپړو مالوماتو لپاره:https://kardan.edu.af/wse/