د ښه راغلاست اونۍ په لړ کې د نویو شاملو شویو محصلینو ځانګړی هرکلی وشو

کاردان پوهنتون له کاردانیانو د ښه راغلاست اونۍ د ۱۳۹۹ کال د وږي له ۲۲ مې تر ۲۷ مې نېټې د نویو شاملو شویو محصلینو د هرکلي په موخه جوړه کړه. د ښه راغلاست اونۍ د جوړېدو موخه د پوهنتون له مشرتابه، تحصیلي چاپېریال، استادانو او د پوهنتون له آسانتیاوو او امکاناتو سره د نویو محصلینو آشنايي ده.

د کاردان پوهنتون د محصلینو د ګډون او پروګرامونو دفتر د دې اونۍ په ترڅ کې د یو لړ بېلابېلو زړه راښکونکو پروګرامونو پر مټ د نویو محصلینو تود هرکلی وکړ او هغوی یې د پوهنتون له یو شمېر برخو سره له نژدې آشنا کړل.

د یادې اونۍ په لومړیو دوو ورځو کې نويو شاملو شويو محصلینو له درسي ټولګیو، استادانو، درسي سیسټم، د محصلینو له بریا مرکز او د پوهنتون له تحصیلي چاپېریال سره بلدتیا ومونده او د هر ډیپارټمنټ مسوولینو د خپلو څانګو د آسانتیاوو او ځانګړتیاوو په تړاو هغوی ته بشپړ مالومات ورکړل.

د کاردان پوهنتون د محصلینو د ګډون او پروګرامونو دفتر مسوول اجمل نبي‌زاده د ښه راغلاست اونۍ د جوړېدو په اړه وویل: «موږ خوښ یو، چې له کاردانیانو د ښه راغلاست اونۍ مو د ګټورو پروګرامونو د جوړېدو له لارې پیل کړه، چې محصلینو هم ترې ګرم هرکلی وکړ او د هغوی لپاره یوه ښه اونۍ وه. دغه راز، د بېلابېلو پروګرامونو د جوړېدو پرمټ مو وکولای شول د کاردان پوهنتون د ټولنو لپاره د نویو محصلینو له مینځه غوره استعدادونه ومومو.»

د دې اونۍ په درېیمه ورځ د کاردان پوهنتون د محصلینو افتخاري سفیرانو او یو شمېر نویو ټوکېدلو رهبرانو له نویو محصلینو سره ولیدل او هغوی ته یې د خپلو بریالیتوبونو کېسې وکړې، څو د علمي سفر په لړ کې له فرصتونو او ننګونو سره بلد او د یوې ښې راتلونکې لپاره مثبت فکر له ځان سره ولري.

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې نوې محصله نازنین محمدي له کاردانیانو د ښه راغلاست اونۍ په لړ کې د ګټورو پروګرامونو د جوړېدو له امله مننه وکړه زیاته یې کړه، دا اونۍ د دې سبب شوه، چې له کاردان پوهنتون او تحصیلي پروګرامونو، له محصلینو سره د اړیکو، د تحصیلي اهدافو د ټاکلو او یوې ښې راتلونکې ته د رسېدو په موخه د پروګرامونو له درلودلو څخه ښه درک ولرو او د راتلونکي لپاره هیله‌من واوسو.

له کاردانیانو د ښه راغلاست اونۍ په څلورمه ورځ د خوړو نندارتون جوړ او د فارغو شویو محصلینو له لوري نویو محصلینو ته د کاردان پوهنتون بیرغ ډالۍ شو. په دې نندارتون کې د پوهنتون موجودو محصلینو بېلابېل کورني او بهرني خواړه نندارې ته ایښي وو او د نویو شاملو شویو محصلینو تود هرکلی یې وکړ.

د انجنیري ډیپارټمنټ نوي شامل شوي محصل الیاس احمد زکي بیا د دې اونۍ په اړه وویل: «د ښه راغلاست اونۍ زموږ لپاره یو ځانګړی فرصت و، څو په کاردان پوهنتون کې د خپل علمي سفر په تړاو غوره درک ولرو. تر دې دمه، موږ پر دې پوهېدلي یوو، چې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره باید هیله، لېوالتیا او مقاومت ولرو.»

له کاردانیانو د ښه راغلاست اونۍ دوه وروستۍ ورځې د کرېکټ او فوټسال دوستانه لوبو او د پوهنتون له عمومي رییس، علمي مرستیالې او د پوهنځیو له رییسانو سره د نویو محصلینو لیدو ته ځانګړې شوې وې.

د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني د یادې اونۍ په وروستۍ ورځ نویو محصلینو ته هرکلی ووایه او د هغوی لپاره یې ځانګړې وینا وړاندې کړه.

ښاغلي رحماني محصلینو ته د افغانستان د غوره پوهنتون کاردان د ټاکلو له امله مبارکي وویله او پر متمرکز ذهنیت د ټینګار ترڅنګ یې مطالعه او انګېزه اهدافو ته د رسېدو په برخه کې دوه بنسټیز اصول یاد کړل.

ښاغلي رحماني وړاندې وویل: «موږ د هېواد د راتلونکي نسل د روزلو لپاره د هغه څه پر بنسټ چې تر اوسه مو ترسره کړي، له لوړو زده کړو څخه یو کاملا جلا درک لرو. د دې ترڅنګ، موږ پر خپلو محصلینو دا باور لرو، چې کولای شي لوی کارونه ترسره او په ټولنه کې د مثبتو بدلونو سبب وګرځي.»

له کاردانیانو د ښه راغلاست اونۍ د کاردان پوهنتون یو ځانګړی پروګرام دی، چې د هر سمسټر په پیل کې جوړېږي او د هغه په ترڅ کې د نویو شاملو شویو محصلینو هرکلی کېږي. دغه راز، دا پروګرام د علمي او نوښتګرو فعالیتونو پرمټ نویو محصلینو ته په کاردان پوهنتون کې د خپل تحصیلي څپرکي د ښه پيل انګېزه ورکوي.