د کاردان پوهنتون عمومي رییس د تلپاتې پراختیايي اهدافو په تړاو د ملګرو ملتونو په آنلاین غونډه کې ګډون وکړ

د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش په آنلاین غونډه کې چې د یاد سازمان د تلپاتې پراختیايي موخو او تحصیلي سکټور د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه؛ ګډون وکړ.

دا غونډه « د تلپاتې پراختیايي موخو او خصوصي سکټور د ملاتړ په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د یوې لسیزې اقدام غوښتنه» تر سرلیک لاندې د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۹-۲۰ نېټه د زوم اپلیکشن پرمټ جوړه شوې وه.

د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو د ترلاسه کولو او پاریس هوکړه لیک د عملي کولو لپاره د معتبرو پوهنتونونو حضور او فعالیتونه د خورا اهمیت وړ دي او پوهنتونونه د اړتیا وړ علم او پوهې د تولید له لارې د یادو موخو د ترلاسه کولو د بریا ترشا ولاړ دي.

په دې غونډه کې ګډونوالو د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو د ۲۰۳۰ کال د اجنډا پلي کولو او پاریس هوکړه لیک په تړاو بحث او خبرې اترې وکړې.

په غونډه کې په ځانګړي ډول د لاندې مواردو په اړه بحث وشو:
• د پوهنتونونو په درسي پروګرامونو کې د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو ته ځای ورکول
• د تلپاتې پراختیايي اهدافو په تړاو څېړنې کول
• د تلپاتې پراختیايي اهدافو د پلي کولو په موخه د دخیلو کسانو لپاره د مرکو اسانتیاوو برابرول

د پوهنتونونو د رییسانو او د ملګرو ملتونو د مسوولینو بنسټیز موخه دا ده، چې تلپاتې پراختیايي اهداف د پوهنتونونو په تحصیلي نصابونو او څېړنیزو فعالیتونو کې ځای ومومي او له فارغانو او سیمه ییزو ټولنو سره اړیکې پیاوړې شي.

دا ناستې په ټوله نړۍ کې د ملګرو ملتونو او پوهنتونونو ترمنځ مرستې او همکارۍ پیاوړې کوي او د نړیوال فکرتابه په رهبري کې د هغوی تخصص او ونډه په رسمیت پېژني.

د ویلو وړ ده، چې د تلپاتې پراختیا د حل لارو شبکه SDSN د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو SDGs د ترلاسه کولو لپاره د نړیوالې پوهې د بسیج په موخه کار او فعالیت کوي. پوهنتونونه، فکري خونې او غیر دولتي بنسټونه د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو د ترلاسه کولو په برخه کې خورا د اهمیت وړ ونډه لري.

کاردان پوهنتون هم د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو د پلي کېدو او د پوهنتون په ټولو برخو کې د دغو اهدافو د بنسټیز کېدو په موخه په لومړي ځل د تلپاتې پراختیا دفتر رامنځته کړی، چې په تړاو یې نور مالومات په لاندې لینک کې موندلی شئ:
https://kardan.edu.af/sustainability/