د تلپاتې ښارونو په نړیوال ورکشاپ کې د کاردان پوهنتون د استازي ګډون

د کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ آمر ښاغلي امجد خان د تلپاتې ښارونو په نړیوال روزنیز ورکشاپ کې چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې جوړ شوی و، ګډون وکړ.

دا ورکشاپ د «چټک ښاري کېدلو ستونزې او ننګونې» تر سرلیک لاندې د کومیسټیک په دارلانشا کې د ۱۳۹۸ کال د سلواغې په ۸-۹ نېټه جوړ شوی و، چې بنسټیز تمرکز یې د ملګرو ملتونو پر یوولسم تلپاتې پراختیايي هدف (تلپاتې ښارونه او ټولنې او څنګه غړي هېوادونه خپلو اوسېدونکو په ځانګړي ډول ښاریانو ته د اړتیا وړ خدمتونه وړاندې کوي) باندې و.

کومیسټیک د اسلامي همکاریو سازمان د علمي او ټکنالوژیکي همکاریو دایمي کمېټه ده، چې د دې سازمان په غړیو هېوادونو کې د علم او ټکنالوژۍ پرمټ د مثبتو بدلونونو د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده.

په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې ۱۹۵ هېوادونو پرېکړه وکړه، چې نړۍ یوه ښه لوري ته بدلون ومومي، چې دا بدلون او د خلکو د ژوند ښه والی د دولتونو، رسنیو، علمي بنسټونو او غیر دولتي سازمانونو د ګډ کار په پایله کې تر ۲۰۳۰ کال پورې امکان پذیر دی. له همدې امله د ملګرو ملتونو ۱۷ پراختیايي اهداف وټاکل شول او ټولو غړیو هېوادونو پرېکړه وکړه، چې تر ۲۰۳۰ کال باید دغو اهدافو ته ورسېږي. د یادو اهدافو په لړ کې تلپاتي ښارونه او ټولنې په یوولسم ځای کې قرار لري.

په ډومیسټیک کې د یاد نړیوال ورکشاپ ګډونوال پر دې سلا شول، چې د تلپاتې ښارونو لپاره باید دولتونه په ورځني ډول پنځه حیاتي خدمتونه (پاکې اوبه، برېښنا، عمومي ټرانسپورټ، د اضافي توکو مدیریت او فاضلاب) خلکو ته وړاندې کړي.

د دې ورکشاپ په څنډه کې ګډونوالو دغه راز څرګنده کړه، چې د ښارونو د تلپاتې والي لپاره باید یو ښاري مرکز رامنځته شي. دا مرکز باید په دې تړاو د منظمې پلانونې، د پانګونې د جذب او د یادو پنځو خدمتونو د کلي مدیریت لپاره کار وکړي.

د تلپاتې والي لپاره لا ډېر مالومات دلته ولولئ: https://kardan.edu.af/sustainability/