د مقالو لیکلو غوښتنه: په افغانستان کې د تلپاتې پراختیايي موخو لیدلوری

د کاردان پوهنتون د څېړنو او پراختیا ډیپارټمنټ د خپل ماموریت د یوې برخې او له واقعي نړۍ سره د اکاډمیکې هغې د نښلولو په موخه «په افغانستان کې د تلپاتې پراختیايي موخو لیدلوری» تر نامه لاندې د مقالو لیکلو غوښتنه اعلانوي.

د مقالو غوښتنې آره موخه د یو لړ موضوعاتو لکه اقتصاد، حکومتوالۍ او په افغانستان کې د تلپاتي پراختیايي موخو د پلي کېدو ارزونه او هغو ته د لاسرسي څرنګوالی دی.

د ملګرو ملتونو تلپاتي پراختیايي اهداف (SDGs) تر دوو کلنو خبرو اترو وروسته په ۲۰۱۵ کال کې د زریزو پراختیايي اهدافو ځای ناستي شول. د ۲۰۳۰ زېږدیز کال تلپاتې پراختیایي پروګرام د شتمنو او بې وزلو هېوادونو لپاره یو بنسټیز ګام دی.

تلپاتې پراختیا ۱۷ اهداف، ۱۶۹ ټارګیټونه او څه باندې ۲۰۰ شاخصونه لري، چې د پراختیايي ټولنې لپاره د خطر د زنګ په ډول عمل کوي. د دې ترڅنګ، دا باور موجود دی، چې موږ باید د تلپاتې پراختیايي اهدافو پر پېچلتیا د پوهېدو لپار یو لړ بېلابېلې علمي تګلارې، د بومي ژبې پوهه او سیمه ییزې یا ځايي تجربې له یو بل سره ونښلوو.

د مقالو غوښتنې په دې لړۍ کې د اقتصاد، عامه پالیسۍ، حقوقو، سیاسي علومو، ټولنیزو سیاستونو، انجنیري، ټکنالوژي او ټولن‌پوهنې برخې څېړنکو ته بلنه ورکول کېږي، چې د تلپاتې پراختیا پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت له لوري د ټارګېټ شویو شپږو تلپاتې پراختیا اهدافو په تړاو مقالې ولیکي.

لیکنې تر لاندې موضوعاتو محدودې نه دي:
• د تلپاتې والي لپاره اقتصادي، ټولنیز او چاپېریالي لید لوري
• د تلپاتې پراختیايي اهدافو قانوني او اصولي اغېزې
• تلپاتې پراختیايي اهداف او د بشر حقوق: یوه مهمه بیا کتنه
• په تلپاتې پراختیايي اهدافو کې دوامدارې نابرابرۍ
• ښوونه او روزنه او تلپاتې پراختيايي اهداف
• سازمانانونه څنګه د تلپاتې پراختیايي اهدافو کړنې کنټرول او مدیریت کوي؟
• د تلپاتې پراختیايي اهدافو لپاره له کوم ډول پوهې څخه ګټه اخیستل کېږي؟
• تلپاتې پراختیايي اهداف څنګه مدیریتي زده کړو ته ژباړل کېږي؟
• په سازمانونو کې د تلپاتې پراختیايي اهدافو د پلي کېدو لپاره کوم ډول حاکمیتي مکانېزمونه ته اړتیا ده؟
• سوداګریز شریکان، دولتي چارواکي او غیر انتفاعي سازمانونه څنګه کولای شي، چې له تلپاتې پراختیايي اهدافو سره د کارکولو په برخه کې مشارکت ولري؟
• ټکنالوژي څنګه کولای شي د تلپاتې پراختیايي اهدافو پر کړنو اغېز ولري؟
• د تلپاتې پراختیايي اهدافو د پلي کېدو اغېزې څه دي؟
• د مېرمنو ځواکمنتیا او د جنډر برابري

د لېږلو لارښود:
• د مقالو لنډیز باید له ۳۰۰ تر ۵۰۰ کلمو وي او د مقالې مهمې برخې په بر کې ونیسي
• مقاله باید له ۶۰۰۰ تر ۸۰۰۰ زرو کلمو پورې وي
• له ۴ تر ۷ کلمې باید د الفبا په ترتیب وي
• د لېږلو پر مهال مو نوم په بشپړ ډول ولیکئ
• ماخذونه باید د APA ماخذ سټایل مطابق وي

تاسو کولای شئ د ۱۳۹۹ کال د تلې میاشتې تر نهمې نېټې خپلې مقالې دې برېښنالیک sdg@kardan.edu.af ته را ولېږئ.

په دې برخه کې له هر ډول ستونزې سره د مخ کېدو په صورت کې کولای شئ، د لاندې برېښنالیکونو پرمټ له موږ سره اړیکه ونیسئ:
e.naseri@kardan.edu.af - n.wani@kardan.edu.af